د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو: امریکا غواړي په افغانستان کې خپل پوځي حضور کم کړي


ښاغلي پمپیو په آسترالیا کې په کنفرانس کې خبریالانو سره خبرې وکړې
ښاغلي پمپیو په آسترالیا کې په کنفرانس کې خبریالانو سره خبرې وکړې

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي چې هېواد یې په افغانستان کې خپله پوځي مداخله کموي.

ښاغلي پمپیو د یکشنبې په ورځ (اګست۴) د آسترالیا د سډني په ښار کې د هغه هېواد له چارواکوسره په ګډ خبري کنفرانس کې دا څرګندونې وکړې. نوموړي هیله وښوده چې د افغانستان مسئله له دیپلوماتیکې لارې حل شي.

ښاغلي پمپیو وویل "ولسمشر ټرمپ دا خبره واضح کړې ده چې غواړې یو دپلوماتیک حل پیدا شي چې موږ ته په افغانستان کې زموږ د منابعو د کمولو لار پرانیزي، او په همدې حال کې دا ډاډ هم ترلاسه شي چې افغانستان به بیا په داسې یو ځای نه بدلیږي چې پر امریکا دې ترې بریدونه وشي."

په همدې حال کې د آسترالیا د دفاع وزیرې لېندا رینولدز وویل چې لا یې په افغانستان کې د خپل موقف په اړه کومه نوې پرېکړه نه ده کړې، خو دا ټېنګار یې وکړ هره پرېکړه چې کوي د افغان حکومت په غوښتنه به یې کوي.

هغې د امریکا او طالبانو سره د سولې د مذاکراتو په اړه وویل "دا خبره ماته واضحه شوې ده چې په افغانستان کې د سولې لپاره پيل شوي مذاکرات یوازینۍ لار ده. زموږ موقف د دوامداره ارزونې لاندې دی. موږ منتظر یو چې ووینو د سپتمبر په ۲۸ له انتخاباتو سره څه کیږي او د سولې د خبرو بل پړاو کې څه پېښيږي."

دا خبرې داسې مهال کیږي چې په قطر کې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالب چاروکو ترمنځ خبرې بیا پيل شوي دي. دواړه خواوې تمه لري چې په دغو خبرو کې کومې موافقې ته ورسیږي.

د طالبانو یو ویاند سهیل شاهین وايي چې د خبرو مهمه برخه له افغانستان څخه د امریکا ځواکونو وتلو ته یو زماني جدول ټاکل دي.

نن په دوهمه ورځ خبرې سهار پیل نه شوې او د طالبانو ویاند سهیل شاهین د امریکا غږ خبریال ته وویل چې طالبانو خپلمنځي غونډه وکړه او د امریکایې پلاوي سره خبرو اترو ته چمتو دي.

د طالیانو د سیاسي مرکچي پلاوي د یو بل غړي مولوي شهاب الدین دلاور غږیز پيغام طالبانو رسنیو ته لیږلی چې په هغې کې د خبرو اترو د بریالیتوب امیدواري څرګنده کړې ده.

مولوي دلاور وایې تر هوکړې وروسته به بین الافغاني خبرې پيل شي چې په هغې به نه یوازې د اوربند باکې د یو اسلامي حکومت، د اساسي قانون د او د افغانستان د راتلونکې سیاسي نقشې په اړه د افغانانو خپلمنځي خبرې وکړي.

امریکا تمه لري چې د روان کال د سپټمبر لومړۍ نیټې څخه مخکې له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسیږي. هڅې روانې دي چې دا موافقه په سپتمبر کې د افغانستان د ولسمشرۍ او په راتلونکي کال کې د امریکا د ولسمشرۍ له ټاکنو څخه مخکې وشي.

د جمعې په ورځ ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د سولې په خبرو کې زیات پرمختګ شوی دی.

XS
SM
MD
LG