د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د افغانستان د تخلیې په بهیر کې د وژل شويو امریکایي سرتیرو سرښندنه وستایله


د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن شنبه اګست ۲۶ (وږي ۴) افغانستان کې د وژل شویو زرګونو امریکایي سرتیرو او په ځانګړي توګه د هغو ۱۳ سرتیرو سرښندنه وستایله چې د افغانستان د تخلیې بهیر په دوران کې د اسلامي دولت یا داعش –خراسان څانګې په ځانمرګي برید کې ووژل شول.

ښاغلي بایډن په یوې اعلامیې کې د افغانستان په شل کلنې جګړې کې د ۲۴۶۱ امریکایي سرتیرو وژل کیدو او ۲۰۷۴۴ ټپي کیدو په هکله ویلي چې متحده ایالات به هیڅکله د دې سرتیرو د "غوره سرښندنې" احسان پوره نه کاندي.

په اعلامیې کې راغلي، "مونږ به تل د هغو ۱۳ سرتیرو د یادنې درناوی وکړو چې ډیر ژر د خپلو کورنیو، عزیزانو، خویندو او وروڼو څخه پداسې حال کې واخیستل شول چې زمونږ د ملت په استازیتوب یې عظیم ماموریت کاوه".

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶ مې له افغانستان څخه د متحده ایالاتو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د ګډوډۍ ډکو وتلو پر مهال، د داعش د خراسان څانګې یو ځانمرګي بریدګر د کابل نړیوال هوايي ډګر شاته د خلکو په ګڼه ګوڼه کې په ځان پورې تړلې چاودیدونکي مواد وچول.

په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۷۰ افغان ملکیان او ۱۳ امریکایی پوځیان ووژل شول. پر دې سربېره د دغه خونړي برید په پایله کې سلګونه کسان ټپیان هم شول.

د متحده ایالاتو جمهور رئيس جو بایډن په اعلامیې کې په ځانګړې توګه د همدې پیښې یادونه کړې او ویلي یې دي، "نن جل (د جمهور رئیس میرمن جل بایډن) او زه د هغو دیارلسو زړورو امریکایي سرتیرو او څه باندې سلو بې ګنا ملکي افغانانو یادونه او ویر کوو د آبي دروازې په ناوړه ترهګریز برید کې ووژل شول".

د متحده ایالاتو مشر همدرانګه په اعلامیې کې ویلي چې د وژل شویو سرتیرو کورنیو ته دعا کوي او تل به یې ملاتړ کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG