د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د کابل په ښار کې د 'داعش یوه ځاله' له منځه یووړل شوه


وسله وال طالبان

طالبان وايي چې د کابل ښار په ۱۷مه حوزه کې د داعش ډلې اړوند یو پټنځای یې له منځه وړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ اکتوبر څلورمه (تلې ۱۲) په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د «اسلامي امارت ځانګړې قطعې» د کابل ښار شمال په ۱۷مه حوزه کې د داعش ډلې په مرکز تیره شپه ناوخته عملیات کړي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د یادو عملیاتو په مهال د «داعش ځاله» په بشپړه توګه له منځه تللې او په یاد مرکز کې یې د داعش ټول غړي وژل شوي دي. خو نوموړي نه دي ویلي چې په یاد مرکز کې د داعش څومره غړي وژل شوي دي.

په همدې مهال یو شمېر عیني شاهدانو ویلي چې د داعش په غړو د طالبانو دغه عملیات په «سرک بوستان» سیمه کې شوي دي.

د دوی په وینا چې نښتې څه باندې یو ساعت دوام لاره او دواړو لورو سپکې او درندې وسلې کارولې. د عیني شاهدانو د معلوماتو په اساس د نښتې په سیمه کې د څو چاودنو غږونه هم اورېدل شوي چې له امله یې څو کورنو اور هم اخیستی دی.

تر دا مهاله په دغه پېښه کې ملکي مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د کابل عید ګاه جومات دروازه کې چاودنې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله، خو طالبانو نه دي ویلي چې د تیرې شپې عملیات له یادې چاودنې سره تړاو لري او که نه.

د تیرې اګست میاشتې په وروستیو کې د کابل په هوايي ډګر تر چاودنې وروسته چې د ۱۳ امریکايي سرتیرو په ګډون څه باندې ۱۷۰ ملکي افغانان یې ووژل له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته لومړۍ چاودنه وه چې تیره ورځ د کابل عیدګاه سره رامنځته شوه.

د داعش خراسان ډلې تر دې مخکې پر طالبانو د څو چاودنو مسؤلیت منلی دی، خو د کابل د تیرې ورځې د چاودنې مسؤلیت لا کومې ډلې نه دی منلی.

داعش ډلې تر دا مهاله په کابل کې د دوی پر وسله والو د طالبانو د عملیاتو په اړه هم څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG