ټرمپ: ایران ته د هوکړې هر فرصت ورکوو، خو ډاډه نه یم چې ګټه به ترې واخلي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وایې پخپله تصمیم نیسي چې د ایران سره کړکیچ کله پای ته ورسیږي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وایې پخپله تصمیم نیسي چې د ایران سره کړکیچ کله پای ته ورسیږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (د نومبر ۲۶مه) وویل دا تصمیم به پخپله نیسي چې د ایران سره د تیرو نهو میاشتو راهیسې روان کړکېچ کله پای ته ورسیږي، او شک یې وښود چې تهران ښايي د واشنګټن پر شرایطو هوکړه ونه کړي.

ټرمپ د شکرانې د ورځې په مناسبت په فلوریډا کې له خپل استوګنځي، مارالاګو، څخه د ویډیو له لارې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې له مېشتو امریکايي سرتېرو سره خبرې وکړې. هغه د ایران سره کړکېچ ته په اشارې وویل: «رښتیا ووایم، چې زه کله وغواړم، هماغه وخت به پای ته ورسېږي.»

هغه زیاته کړه: «موږ هغوی ته هر فرصت ورکوو چې هوکړه وکړي او د ډېرو خلکو ژوند وژغوري. خو ډاډه نه یم چې له دې فرصت څخه به ګټه واخلي.»

ټرمپ سرتېرو ته، چې ځینې یې په سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو کې مېشت دي، وویل چې د دوی ماموریت اټومي وسلې ته د ایران د لاسرسي مخنیوی دی چې دا کار، د ټرمپ په خبره، د نن ورځې امریکایان او «راتلونکي نسلونه» خوندي کوي.

ټرمپ وروسته خبریالانو ته وویل چې د امریکا بریدونو د ایران هوايي او سمندري ځواکونه او د هوايي دفاع سیستمونه له منځه وړي دي. هغه د «کوه کلنګ» د تاسیساتو په اړه یې وویل: «که اقدام وکړو، کوه کلنګ به په نښه کړو. دا خبره هغوی ته ویلی شو، ځکه چې د مخنیوي لپاره یې هېڅ نه شي کولی.» هغه زیاته کړه چې واشنګټن تر اوسه په دغو تاسیساتو کې د پام وړ فعالیت نه دی لیدلی.

ټرمپ تېره اوونۍ له رویټرز سره په مرکه کې ویلي وو چې د ایران په اړه بېلابېلې لارې په پام کې لري او ښايي د نورو بریدونو په اړه پرېکړه د نوي میلادي کال تر پیله وځنډوي. هغه د چهارشنبې په ماښام په مارالاګو کې د ناټو له عمومي منشي مارک روته سره هم د ایران په اړه خبرې کړې وې. د ټرمپ په وینا، روته هم نه غواړي چې ایران اټومي وسله ترلاسه کړي.

په کویټ کې د دوو ایټالوي تخنیکرانو وژل کېدل

د ټرمپ څرګندونې پر داسې ورځ وشوې چې په کویټ کې د ډرون په یوه برید کې دوه ایټالوي تخنیکران ووژل شول. کویټ او ایټالیا د برید پړه پر ایران واچوله. د «راین‌مېټال» دفاعي شرکت د جمعې په ورځ وویل چې دواړو تخنیکرانو په کویټ کې د هوايي دفاع د سیستمونو تخنیکي ملاتړ کاوه.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تایاني د خپل هېواد سنا ته وویل چې «ایراني ډرونونو» د کویټ یو پوځي تاسیسات په نښه کړل او دواړه ایټالویان په چاودنه کې ووژل شول. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي بیا برید «شکمن» وباله او په کې یې د ایران لاس لرل رد کړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وویل چې عراقچي له خپلو کویټي او ایټالوي سیالانو سره په ټیلیفوني خبرو کې هم د تهران دریځ څرګند کړ. عراقچي پر اېکس ولیکل: «موږ چمتو یو چې د پېښې د لامل د معلومولو لپاره له کویټ او ایټالیا سره همکاري وکړو.»

سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر او بحرین پر کویټ برید وغانده او پړه یې پر ایران واچوله. د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) د دغه برید په اړه د امریکا غږ پوښتنې کویټي چارواکو ته راجع کړې.

تر دې مخکې، د نومبر په ۱۸مه، ایران ادعا کړې وه چې پر قشم ټاپو د امریکا د یوه راپور شوي برید په ځواب کې یې په کویټ کې د امریکا دفاعي سیستمونه په ډرون په نښه کړي دي. سنټکام هغه مهال ویلي وو چې د امریکا ګټو ته زیان نه و اوښتی.

د هرمز تنګی او د منځګړو هڅې

عراقچي د پنجشنبې په ورځ وویل چې د قطر او پاکستان منځګړي لا هم د واشنګټن او تهران ترمنځ پیغامونه لېږدوي او پر یو شمېر وړاندیزونو غور کېږي. هغه زیاته کړه: «موږ یو شمېر غوښتنې لرو چې باید پوره شي، څو د هرمز تنګی پرانیستل شي او خبرې تر وروستۍ هوکړې پورې دوام ومومي.»

د ایران سپاه پاسداران د جمعې په ورځ (د نومبر ۲۷مه) ادعا وکړه چې یوې امریکايي اېف‌ـ۱۶ جنګي الوتکې د هنګام ټاپو ته نږدې د بېړیو بدرګه کوله او ایراني ځواکونو د خبرداري په ډزو اړ کړه چې خپل لوری بدل کړي. د لومړنیو راپورونو له مخې، امریکايي چارواکو د دې ادعا په اړه سمدستي غبرګون نه و ښودلی.

سنټکام د نومبر په ۲۱مه د تهران یوه جلا ادعا رد کړې وه. ایران هغه مهال ویلي وو چې ځواکونو یې د خلیج پر سر یوه امریکايي اېف‌ـ۱۶ الوتکه په توغندي زیانمنه کړې او بېړنۍ ناستې ته یې اړ کړې وه. سنټکام ویلي وو چې پر الوتکې برید نه و شوی.

XS
SM
MD
LG