د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ او بایډن په وروستۍ مناظرې کې څه وویل؟


وروستۍ مناظره د تنسي ایالت په نشویل ښار کې تر سره شوه
وروستۍ مناظره د تنسي ایالت په نشویل ښار کې تر سره شوه

د امریکا د ۲۰۲۰ د ولسمشرۍ ټاکنو کې د جهوري غوښتونکو د ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ او د دموکرات ګوند کاندید جو بایډن نن د اکتوبر په ۲۲ نیټه (لړم ۱) د ولسمشرۍ د کاندیدانو ترمنځ‌ وروستۍ مناظرې کې برخه واخیستله.

دغه مناظره چې د امریکا د تینیسي ایالت په نشویل ښار کې وشوه، کوربنه یې د ان بي سي شبکې خبریاله کریستین ولکر وه.

ددغې مناظرې فضا د تیرې مناظرې په پرتله ښه وه او د دواړو کاندیدانو ترمنځ کمه لفظي شخړه رامنځ ته شوه.

په دغې مناظرې کې د ۹۰ دقیقو لپاره دواړو کاندیدانو د امریکا د کورني سیاست شپږو مهمو موضوعاتو په اړه سوالونه ځواب کړل او هر کاندید ته د ځواب ورکولو لپاره دوې دقیقې ورکړې شوې وې.

کروناویروس

په دغه بحث کې لومړی سوال د کرونا ویروس په اړه و چې پکې د ولسمشر ټرمپ کارګردګي د سختې پوښتنې لاندې راوستل شوه او پرې تند انتقاد وشو.

جوبایډن په امریکا کې د کرونا له کبله د مړینې لوړو شمیرو ته په اشارې سره وویل:‌ «هغه کس چې د ۲۲۰ زره امریکایانو د مړینې مسؤول دی، باید د امریکا ولسمشر ونه اوسي.»

خو ولسمشر ترمپ د کرونا سره د مبارزې په برخه کې له خپلو هڅو دفاع وکړه او وویل چې د ګڼو هیوادونو مشرانو ورته د کرونا مخنیوي کې بریالتوب لپاره مبارکي ویلې ده. هغه زیاته کړه چې د کروناواکسین چمتو شوی او په راتلونکو څو اونیو کې به یې وېشل پیل شي.

کروناویروس تر دې دمه په امریکا کې ۸ میلیون او ۴۰۵ زره کسان په کرونا اخته شوي او له ډلې یې ۲۲۳ زره بیا مړه شوي دي.

په امریکا کې ټاکنې

په امریکا کې د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ ټاکنو په درشل کې د امریکا د استخباراتو ادارې د روسیې او ایران لخوا د امریکا د ځینو ایالتونو په شبکو باندې د لاسوهنې راپورنه ورکړي دي چې ښایي د نومبر د میاشتې ټاکنې یې موخه وي.

جوبایډن د امریکا په انتخاباتو کې د بهرنیو هیوادونو مداخلې په اړه وویل چې هر هیواد چې د امریکا په انتخاباتو کې مداخله وکړي، لویه بیه به پرې کوي.

ښاغلي بایډن همداراز په ولسشمر ټرمپ تور پورې کړ چې د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې سربیره یې د روسیې له پلوه طالبانو ته د امریکایي سرتیرو د وژل کیدو پر سر د انعام ورکولو په اړه د ولادیمیر پوتین څخه هیڅ ډول پوښتنه نه ده کړې.

خو ولسمشر ټرمپ وویل چې هیڅ څوک د روسیې په معاملې کې د ټرمپ هومره جدي نه دي او په بایډن یې تور پورې کړ چې کورنۍ یې له روسیې څخه ۳.۵ میلیون ډالر تر لاسه کړي دي.​ خو بایډن دا تور رد ک.

بهرنی سیاست

چین سره د امریکا د اړیکو په اړه جوبایډن وویل چې ولسمشر ټرمپ له چین سره هغسې چې لازم و چلند نه دی کړی.

په ځواب کې یې ټرمپ وویل چې هغه ولسشمر اوباما او مرستیال یې بایډن و چې له چین سره یې د نرمۍ څخه کار واخیست.

همداراز ښاغلي ټرمپ وویل چې د ټاکنو ګټلو څخه وروسته اوباما ورته په لومړي ځل لیدلو کې ویلي وو چې امریکا ته تر ټولو ستر خطر شمالي کوریا ده.

ټرمپ زیاته کړه چې ډیر خوښ‌ دی چې د دواړو هیوادو ترمنځ جګړه نه ده رامنځته شوې. هغه په خبرو کې د شمالي کوریا له مشر سره د خپلو ښو اړیکو یادونه هم وکړه.

د ټرمپ د دغې خبرې په ځواب کې بایډن د شمالي کوریا له مشر سره د ټرمپ ملاقات باندې سخت انتقاد وکړ او ویې ویل چې ولسمشر ټرمپ په دغه کار سره شمالي کوریا ته مشروعیت بخښلی.

د اقلیم بدلون، په امریکا کې نژادي تبعیض، غیرقانوني مهاجرین او د امریکا اقتصاد هغه نور موضوعات چې په دغه مناظرې کې د بحث لپاره ورته ځای ورکړل شوی و.

ټاکل شوې چې په امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنې سږکال د نومبر د میاشتې په ۳مه نیټه تر سره شي چې تر دې دمه شاوخوا ۴۷ میلیون امریکایانو د پوستې له لارې او یا هم د وخت نه مخکېد رایې ورکولو د برنامې نه په ګټه اخیستلو د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړې ده.‌

XS
SM
MD
LG