د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ او بایډن دمناظرې په ځای تلویزوني بحثونو کې برخه واخیسته


د امریکا د انتخاباتو دوه مخکښ کاندیدان
د امریکا د انتخاباتو دوه مخکښ کاندیدان

د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو دوو مخکښو کاندیدانو دونالډ ټرمپ او جو بایډن د پنجشنبې په ماښام اکتوبر ۱۵ (تله۲۴) په دوو جلا تلویزوني بحثونو کې برخه واخیسته.

دوی له هغه وروسته دا کار وکړ چې په همدغه ورځ د ولسمشرۍ د دغو کاندیدانو ترمنځ پلان شوې انتخاباتي مناظره لغوه اعلان شوه.

ولسمشر ټرمپ د فلوریډا د میامي په ښار کې په یو یوتلویزوني بحث کې برخه واخیسته چې په مستقیم ډول د «ان بي سي» په تلویزون کې خپرېده.

ښاغلي ټرمپ د خپرونې د کوربنې او ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

د دموکرات ګوند کاندید جوبایډن بیا د پنسیلوانیا ایالت د فیلادلفیا په ښار کې په همداسې یو تلویزوني بحث کې برخه واخیسته او پوښتنې یې ځواب کړې.

دا بحث د «ای بي سي» په تلویزون ژوندی خپرېده.

دواړو کاندیدانو په خپلو خبرو کې پر یو یو بل انتقادونه وکړل.

دواړو کاندیدانو شاوخوا دوې اونۍ مخکې په لومړۍ انتخاباتي مناظرې کې برخه واخیسته خو دویمه مناظره له هغه وروسته لغوه اعلان شوه چې د مناظرې تنظیموونکو وویل مناظره به حضوري نه وي، بلکې انلاین به وي، خو ولسمشر ټرمپ دا وړاندیز رد کړ.

د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات د نومبر په درېیمه کیږي او کمپاینونه ورته روان دي.

په همدې حال کې د فلورېډا پوهنتون د امریکا د انتخاباتو پروژه وايي چې تر دې دمه ۱۸.۳ میلیون امریکایانو وار دمخه رایې ورکړي دي.

د قانون په اساس امریکایان کولی شي چې تر انتخاباتو مخکې هم یا په حضوري شکل رایه ورکړې او یا د پوسته خانې له لارې خپله رایه واستوي.

تر انتخاباتو مخکې د خلکو د ګډون دا شمېره د امریکا د انتخاباتو په تاریخ کې یو ریکارډ بلل کیږي او د ۲۰۱۶ د جمهوري ریاست د انتخاباتو ۱۲.۹ سلنه رایه کیږي. خلک وايي د انتخاباتو تر ورځې مخکې ځکه رایه ورکوي چې په هغه ورځ ښایي‌ګڼه ګوڼه او د کروناویروس د خپرېدو امکان زیات وي.

XS
SM
MD
LG