د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا انتخاباتي مبارزه وروستي پړاو ته داخله شوې  


د دواړو کاندیدانو ترمنځ وروستۍ مناظره د پنجشنبې په ورځ ده
د دواړو کاندیدانو ترمنځ وروستۍ مناظره د پنجشنبې په ورځ ده

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشرۍ ټاکنو ته شاوخوا دوې اونۍ پاتې دي.

د ټاکنو دوه مخکښ کاندیدان ولسمشر دونالډ ټرمپ او دموکرات سیال یې جوبایډن په ځینو ایالتونو کې په انتخاباتي کمپاینونو او سفرونو بوخت دي چې خلک وهڅوي په ټاکنو کې ورته رایه ورکړي.

دوی دواړه په خپلو انتخاباتي کمپاینونو کې پر یو بل کلک انتقادونه کوي.‌ په همدې حال کې د ولسمشرۍ د انتخاباتي مناظرې کمیسیون د ښاغلیو ټرمپ او بایډن ترمنځ د وروستۍ مناظرې موضوعګانې اعلان کړې.

د ۹۰ دقیقو دغه مخامخ تلویزوني مناظره به د را روانې پنجشنبې په ورځ (اکتوبر۲۲) د تینیسي په ایالت کې وي او په ځايي وخت د ماسختن په ۹:۰۰ بجو به پیلیږي.

په دغې مناظرې کې به په شپږو موضوعګانو: د کرونا سره مبارزه، د امریکایانو ژوند، په امریکا کې نژاد پالنه، د اقلیم بدلون، ملي امنیت او د رهبریت په اړه پوښتنې او بحثونه کیږي.

د نورو موضوعګانو تر څنګ، کروناویروس او د کروناویروس سره مبارزه په دغو انتخاباتو کې یوه ډېره مهمه مسئله بلل کیږي.

د چین په ووهان کې د دغه پیدا شوي ویروس له کبله تر دې دمه په امریکا کې څه باندې ۲۰۰زره کسان مړه شوي او شاوخوا اته میلیون نور پرې اخته دي.

د دواړو کاندیدانو ترمنځ لومړۍ تلویزوني مناظره د سپتمبر په ۲۹ وشوه خو دویمه یې لغوه اعلان شوه.

د امریکا د متحدو ایالتونو د فلورېډا ایالت د پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دې دمه څه باندې ۲۲ میلیون امریکایانو حضوري او د پوستې له لارې رایې ورکړي دي.

دا شمېره د هغو خلکو تر شمېرې شپږ برابره زیاته ده چې د ۲۰۱۶ تر انتخاباتو مخکې په همدومره مودې کې یې رایه ورکړې وه.

راپورونه وايي‌ چې سږکال ځکه تر انتخاباتو مخکې د رایو اچونې شمېر زیات دی چې خلک د کروناویروس له ویرې نغواړي د ټاکنو په ورځ په ډېرې ګڼې ګوڼې کې راووځي او رایه ورکړي.

د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات د نومبر په درېیمه دي.

XS
SM
MD
LG