د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا اسرائيل ته: غزې کې د ملکيانو د خوندیتوب لپاره نور کار هم وکړئ


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

یو امریکايي مقام وايي چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اسرائيل د بهرنیو چارو له وزیر ران دیرمر سره خبرې کړې او‌ په هغه یې فشار راوړی چې غزې ته بشري مرستو ته د اجازې ورکولو او د فلسطین په قلمرو کې د ولسي تلفاتو د مخنیوي لپاره نور ډېر کار وکړي.

بلینکن د پنجشنبې په ورځ ډسمبر اوومه (لیندۍ۱۶) د اسرائیل د هغې پرېکړې هرکلی هم کړی دی چې په غزې کې یې د تیلو انتقال «حد اقل» اندازې ته پورته کړی. اسرائیل غزې ته د نورو توکو تر څنګ د تیلو په انتقال هم کلک بندیز لګولی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو مقام،‌ چې نه غواړي یې نوم په راپور کې خپور شي، خبریالانو ته ویلي دي‌ چې بلینکن همدغه راز له دیرمر څخه غوښتي چې د ملکي خلکو د خوندیتوب لپاره لا نور ډېر کار وکړي.

سره له دې چې امریکا د ځان د دفاع په برخه کې له اسرائيل سره د هر ډول همکارۍ او مرستې ژمنه کړې ده، خو د ولسمشر جوبایډن حکومت په غزې کې د ولسي تلفاتو او د خراب بشري وضعیت په اړه ډېره اندېښنه لري.

له اسرائیل سره د امریکا متوازن عمل د امریکا د پخواني دپلومات او د بهرنیو چارو وزارت مرستیالۍ ته د نوماند کورت کمبیل په څرګندونو کې نور هم واضح شو.

هغه د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې په استماعیه غونډې کې وویل: «زما په فکر موږ د اسرائيل د پوځي عملیاتو په هکله د خپلو ځینو اندېښنو په اړه په علني ډول محتاط او په خصوصي ډول ډېر واضح یو.»

نوموړي په خپلو خبرو کې د حماس د جنګیالیو او د فلسطین د ولسي خلکو او په خاص ډول د ښځو او ماشومانو ترمنځ توپير واضح کړ او ویې ویل چې دا خبرې روانې دي.

په اسرائیل باندې د حماس له برید وروسته انتوني بلینکن څلور ځلې تل ابیب ته تللی او «په دې اړه یې له اسرائیلي مقاماتو» سره خبرې کړې دي.

دا خبرې داسې مهال مخې ته راځي چې تېره ورځ د متحدو ایالتونو په سنا کې له اوکراین او اسرائيل سره د څه باندې ۱۰۰ میلیارد ډالرو مرستو د لایحې مخه ونیول شوه. دا لایحه سپینې ماڼۍ وړاندې کړې وه.

سناتور برني سنډرز، چې د دغې لایحې په خلاف یې رایه ورکړې، د فلسطینیانو په وړاندې د «اسرائیل د غیر بشري پوځي تګلارې» د مالي ملاتړ په اړه اندېښنه ښودلې وه.

په همدې حال کې راپورونه وايي چې د غزې په جنوب کې جګړه زیاته شوې ده. دا هغه سیمه ده چې ډېرو فلسطینیانو له جګړې څخه ورته پناه وړې ده.

د حماس ډلې د اکتوبر په اوومې نېټې په اسرائيل باندې بریدونه وکړل، چې د مقاماتو په خبره ۱۲۰۰ اسرائيلیان یې ووژل او ۲۴۰ تنه نور یې یرغمل کړل. یو شمېر یرغمل شوي، د اوه ورځني اوربند په ترڅ کې خوشې شول.

په غزه کې د حماس تر ادارې لاندې د عامې روغتیا وزارت وايي چې د اسرائیل په بریدونو کې تر دې دمه څه باندې ۱۷۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG