د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ایران د بهرنو چارو په وزیر بندیزونه ولگول


امریکا د ایران د بهرنو چارو په وزیر جواد ظریف بندیزونه لگولي دي چې دغه د دواړو ملکونو اړیکې لا نورې خرابې کړي.

د امریکا د حکومت لخوا په جواد ظریف د بندیزونو نه وروسته ښیي د دواړو ملکونو ترمنځ د ستونزې په دپلوماتیکه توگه د حل هیلو ته ضربه رسییدلې وي.

جواد ظریف چې په ٢٠١٥ کال کې د امریکا سره د ایران د اتومي وسلو په سر شوې د موافقې یو مهم غړې و، وایي چې په هغه به د امریکا دغه اقدام هیڅ اثر ونکړي.

د امریکا د خزانې وزیر سټیون نوچن په یوې اعلامیې کې وویل: "جواد ظریف د ایران د روحاني مشر خطرناکه ایجنډا پلې کوي او په نړۍ کې د رژیم ویاند دی. امریکا د ایران رژیم ته څرگند پیغام استوي چې د هغوي وروستی چلند بیخي د زغملو وړ نه دی."

د امریکا د دغه بندیزونو معنی دا ده چې حکومت به په امریکا کې د جواد ظریف شتمنۍ کنگل کړي. خو جواد ظریف ویلي دي چې هغه په امریکا کې شتمني نه لري.

جواد ظریف په خپل ټویټر دغه پریکړې ته څه داسې ځواب ورکړ:

"امریکا په ما په دی وجه بندیزونه ولگول چې زه په نړۍ کې د ایران د رژیم ویاند یم. ایا ریښتیا دومره دردناکه دي؟ دا په ما او زما په کورنۍ هیڅ اغیز نه لري. زما د ایران نه د باندې هیڅ گټې او شتمنۍ نشته دی. مننه چې ما د خپلې ایجنډې لپاره دومره لوی خطر گڼئ."

د ایران او امریکا اړیکې په وروستیو میاشتو کې زیاتې خرابې شویدي، په خاصه توگه د خلیج په سیمې کې د تیلو په ټانکرونو د بریدونو نه وروسته چې امریکا پرې ایران تورنوي، دغه اړیکې لا نورې خرابې کړیدي.

XS
SM
MD
LG