د لاس رسي وړ اتصالات

ایران تهران ته د پمپیو د سفر غوښتنه رد کړه


د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف هغه هېواد ته د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو د سفر غوښتنه رد کړه او دا یې"ریاکارانه" غوښتنه بللې ده.

څو ورځې مخکې جواد ظریف امریکا ته راغلی و. ښاغلي پمپیو وویل چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر امریکا ته د آزاد تګ راتګ او له خلکو سره د خبرو اجازه لري، هغه ته هم باید دا اجازه ورکړل شي چې ایران ته ولاړ شي او هلته له خلکو سره پر"حقایقو" خبرې وکړي.

ښاغلي پمپیو وویل "موږ په دې اړه کومه اندېښنه نلرو چې هغه (ظریف) امریکا ته راځي او د خپل ازاد د نظر څرګندولو حق لري. ایا د (خامنه ای) د رژیم واقعیت دومره بد دی چې نشي کولی ماته اجازه راکړي چې ایران ته ولاړم شم او دا کار وکړم.؟"

ښاغلي پمپیو وویل څنګه به ښه وي چې ایرانیان له سانسور پرته خپل نظر ووايي او خبره وکړي. خو د ایران د بهرنیو چارو وزیرد خپلې کابینې د غونډې پر مهال چې د چهارشنبې په ورځ (جولاۍ۳۱) وه، پمپیو ته په خطاب کې وویل " ایران ته مو د راتګ اړتیا نشته."

ښاغلي ظریف وویل چې ایران ته د راتګ د غوښتنې پر ځای واشنګټن باید هغو ایراني خبریالانو ته ویزې ورکړې چې غواړي امریکا ته ولاړ شي او هلته له چارواکو سره خبرې او مرکې وکړي. هغه ادعا وکړه چې امریکا مخکې هم ایراني خبریالانو ته ویزې نه دي ورکړي.

د تهران او واشنګټن اړیکې ورځ تر بلې خرابیږي، دا اړیکې تر هغه وروسته نورې هم خرابې شوې چې څه موده مخکې ایراني ځواکونو یوه بي پیلوټه امریکایي الوتکه ووېشتله. ولسمشر ټرمپ دا خبره هم وکړه چې پر ایران یې د برید پرېکړه کړې وه، خو بیا یې برید ونکړ.

په همدې حال کې پر ایران بندیزونه نور هم زیات شوي او امریکايي چارواکي وایي چې دا ټول د دې لپاره دي چې د ایران حکومت خپل چال چلن بدل کړي.

XS
SM
MD
LG