د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د اسرائیل لپاره د بشري حقونو له شورا نه ووتله


امریکا د سه شنبې په ورځ ( جون ١٩) د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غړیتوب پریښود. امریکا تور لگوي چې د بشري حقونو شورا د اسرائیل سره پخوانی کست لري.

په ملگرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکې هیلي چې د بهرنو چارو په وزارت کې د مایک پمپېو سره خوا ته ولاړه وه، خبریالانو ته وویل چې چین، روسیه، مصر او کیوبا یې د بشري حقونو د شورا د سمولو د هڅو په وړاندې خنډونه اچوي.

اغلې نیکي هیلي په هغو ملکونو هم نیوکې وکړې چې د امریکا سره یو شان اقتدار لري او غواړي چې امریکا د بشري حقونو د شورا نه، ونه وځي، خو د پخوانیو تگلارو د بدلولو کوښښ نه کوي.

د امریکا لخوا د بشري حقونو د شورا نه د وتلو پریکړه د بین المللي تړونونو نه د وتلو وروستی پیښه ده. د یادونې وړ ده چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دی نه مخکې هم د اقلیم په اړه د پاریس د تړون او د ایران سره د اتومي وسلو د تړون نه هم وتلی دی.

د امریکا حکومت د بشري حقونو د شورا نه د وتلو پریکړه په داسې حال کې کړیده چې د امریکا په حکومت د امریکا-میکسیکو په سرحد د خپلو کورنیو، پلرونو او میندو نه د ماشومانو د بیلولو په مسله سخت انتقادونه شروع شویدي.

XS
SM
MD
LG