د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پوځ: هوايي‌ برید کې مو په سوریه کې د داعش یو مشر وواژه


امریکایي بې پیلوټه الوتکه
امریکایي بې پیلوټه الوتکه

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندې د یکشنبې په ورځ جولای نهمه (چنګاښ ۱۸) وویل، د امریکا یوې MQ-9 ډرون بې پیلوټه الوتکې په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې (داعش) یو مشر وروسته له غغه وژلی چې دا بې پیلوټه الوتکه د روسیې د جنګي الوتکو له خوا ځورول شوې وه.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندې (سینټکام) په یو بیان کې ویلي، د جمعې د ورځې په دغه برید کې د سوریې په ختیځ کې د داعش د مشر اسامه المهاجر وژل شوی دی.

د سینټ کام، قوماندان جنرال مایکل کوریلا وویل: "دا مو روښانه کړې چې مونږ په ټوله سیمه کې د داعش ماتې ته ژمن یو." هغه زیاته کړه، "داعش نه یوازې د سیمې لپاره بلکې له هغې بهر هم یو ګواښ دی."

د سینټ کام، په وینا، په عملیاتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو ایتلافي ځواکونه "د ملکي وګړو د ټپي کیدو راپورونه ارزوي".

د امریکا مرکزي قومانده وایي د جمعې د ورځې برید، "د MQ-9s (ډرونونو) په واسطه شوی و چې ... نږدې دوه ساعته د روسي الوتکو له مزاحمت او ځورونې سره مخامخ شوې وې".

د متحده ایالاتو یو قوماندان ویلي چې د امریکا بې پیلوټه الوتکې چې په سوریه کې د داعش په وړاندې په عملیاتو کې برخه اخلي د پنجشنبې په ورځ په ۲۴ ساعتونو کې د دوهم ځل لپاره د روسیې د پوځي الوتکې لخوا ځورول شوي دي.

د امریکا د هوايي ځواک ډګر جنرال الیکسس ګرینکویچ، وویل چې [روسي] الوتکې "د بې پیلوټه الوتکو په مخ کې د اور شغلې وشیندلې او په خطرناک ډول یې نږدې الوتنه وکړه چې د ټولو ښکیلو الوتکو خوندیتوب یې له خطر سره مخامخ کړ".

ګرینکویچ ویلي دي چې د چهارشنبې په ورځ په یوه بله پیښه کې درې روسي جټ الوتکو د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په مخ کې د پاراشوټ لمبې وغورځولې چې له امله یې دوی تکتیکي اقدامات وکړل. هغه پر مسکو غږ وکړ چې "ددې ډول بیباکه چلند څخه ډډه وکړي."

روسیه د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم مهم متحد هیواد دی.

د مسکو او ایران په ملاتړ، اسد د هیواد د خاورې ډیره برخه بیرته ترلاسه کړې چې د سوریې د جګړې په لومړیو پړاوونو کې یې په ۲۰۱۱ کال کې د دموکراسۍ پلوه مظاهره چیانو د ځپنې وروسته له لاسه ورکړې وه.

د سوریې د رژیم په وړاندې د وسله والو مخالفینو وروستۍ ډلې ددې هیواد په شمال کې د ادلیب ولایت پر پراخو سیمو کنترول لري.

متحده ایالات په سوریه کې شاوخوا ۱۰۰۰سرتیري لري چې د داعش جهادیانو سره د مبارزې لپاره د نړیوالو هڅو د یوې برخې په توګه ځای پر ځای شوي دي. داعش ډله په ۲۰۱۹ کې په سوریه کې ماته شوه، خو بیا هم په لیرو پرتو صحرایي سیمو کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه پرله پسې بریدونه ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG