د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش ۵۰غړي او د کورنیو ۱۶۸ غړي یې د سوریې څخه عراق ته ولیږدول شول


د الهول کمپ د سوریې په ختیځ کې د هساکې په ولایت کې دي چې کنټرول یې د کردي ځواکونو په لاس کې دی.
د الهول کمپ د سوریې په ختیځ کې د هساکې په ولایت کې دي چې کنټرول یې د کردي ځواکونو په لاس کې دی.

عراقی چارواکی وایي د شنبې په ورځ جون ۳ (غبرګولي ۱۳) د اسلامي دولت یا داعش ډلې پنځوس غړي او د جهادیانو د کورنیو ۱۶۸ غړي د سوریې د دموکراتیکو ځواکونو لخوا عراق ته وسپارل شول.

دې چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د فرانس پریس خبري اژانس ته پرته لدې چې د ورسپارل شویو کسانو په هکله نور معلومات ورکړي، ویلي چې د دې کسانو څخه به پوښتنې ګرویګنې کیږي او د "عراقي عدالت سره به مخ کیږي".

د سوریې د بشري حقونو څار ادارې چې مرکز یې په لندن کې دی ویلي د داعش دا غړي د سوریې په ختیځ کې د هساکې په سیمې کې په زندان کې ساتل کیدل.

د عراق دې چارواکي همدارنګه ویلي چې د جهادي ډلو د کورنیو ۱۶۸ غړي د سوریې د الهول کمپ څخه عراق ته بیرته ستانه شوي او د رواني ناروغیو د درملنې لپاره به اړوندو مرکزونو ته یوړل شي.

دې چارواکي ویلي چې د قومي مشرانو څخه د ډاډ تر لاسه کولو وروسته چې د دې کسانو څخه هیڅ ډول غچ نه اخیستل کیږي، هغوي به خپلو کورنیو ته وسپارل شي.

د الهول کمپ چې د سوریې په ختیځ کې پروت دی کنټرول یې د کردي ځواکونو په لاس کې دی او ویل کیږي چې څه باندې ۵۰ زره کسان پکې ساتل کیږي. په دوي کې داسې کسان هم شته چې ګمان کیږي د اسلامي دولت یا داعش ډلې غړي دي.

د سوریې په کورنۍ جګړې کې بې ځایه شوې کورنۍ هم پدې کمپ کې د عراقي کډوالو سره یو ځای ژوند کوي او کردي ځواکونه وایي چې پدې کمپ کې د ۶۰ بهرنیو هیوادونو شاوخوا لس زره وګړي هم شته دي.


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونو ګوتریش د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د مارچ په میاشت په هیوادونو غږ کړی و چې د الهول کمپ څخه خپل اتباع بیرته ورستانه کړي.

ښاغلي ګوتریش عراق ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې ویلي و چې د کمپ نیمایي اوسیدونکي داسې کسان دي چې عمرونه یې د ۲۱ کالونو څخه کم دي. هغه ویلي و چې د کمپ اوسیدونکي د "خپلو حقونو څخه محروم شوي، د خطر سره مخ کیدی شي او ګوښه کړل شویدي".


د ملګرو ملتونو مشر ویلي و، " زه هیڅ شک نلرم چې په نړۍ کې تر ټولو ناوړه کمپ په اوس وخت کې د الهول کمپ دی. هلته خلک تر ټولو په ناوړه شرایطو کې ژوند کوي او دا خلک په همدې خرابو شرایطو کې کالونه کیږي چې ژوند کوي".

د ۲۰۲۱ میلادي کال د مې میاشتې راپدیخوا چې عراقي چارواکو د موصل په ښار کې د الجدعا کمپ جوړ کړی، د سوریې د الهول کمپ څخه سلګونه کورنۍ همدې کمپ ته راوړل شوي.

د کردانو په مشرۍ د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو چې د امریکا په رهبري ائتلاف یې ملاتړ کاوه، په سوریه کې د داعش پر ضد د مبارزې مشري کوله. دغو ځواکونو وکړای شول چې په ۲۰۱۹ کال کې په سوریه کې د داعش وروستۍ مرکز هم له منځه یوسي.

کردي ځواکونو وکړای شول چې د تیرو څو کلونو په موده کې د تندلارو جنګیاليو د شکمنو خپلوانو په ګډون په لس ګونه زره کسان په زندانونو کې واچوي چې کابو ۱۰۰۰۰ بهرنیان یوازې د الهول په بدنومي زندان کې ساتل کیږي.

کردي چارواکو څو ځله له بهرنیو هیوادونو وغوښتل چې خپل اتباع ستانه کړي خو بهرني حکومتونو د امنیتي تهدیداتو او داخلي سیاسي جنجالونو له امله یوازې د ګوتو په شمار کسان ستانه کړي دي.

XS
SM
MD
LG