د لاس رسي وړ اتصالات

پر ایران د امریکا نوي بندیزونه؛ تهران وايي دا بندیزونه ماتولی شي


متحدو ایالتونو د ایران په تیلو او مالي سکتور نوي بندیزونه ولگول، خو د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي چې له دغه اقتصادي جنګ سره د مقابلې توان لري.

د امریکا نوي بندیزونه د تهران اټومي پروگرام د محدودولو لپاره لګول شوي دي چې ولسمشر ټرمپ یې ژمنه کړې وه. ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو او خزانې وزیر به نن دوشنبې (نوامبر ٥) ددغو بندیزونو جزییات په یو خبري کنفرانس کې په ډاگه کړي.

پدغو بندیزونو کې د ایران د تیلو صنعت چې ددې هیواد تر ټولو ستره اقتصادي برخه ده، شامل دی.

د ایران غبرګون

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني په یوه تلویزیوني وینا کې وویل چې ایران به د امریکا بندیزونه مات کړي او د خپلو تیلو خرڅلاو به روان وساتي. ښاغلي ټرمپ د جمعې په ورځ (نوامبر ٢) وویل چې دغه فشار ددې لپاره دی چې ایراني مشران دې ته اړ کړي چې د هغه په وینا "ورانکاره چلند" نه لاس واخلي او یا هم د اقتصادي بحران ته ټیل ووهل شي.

خو ښاغلي روحاني دا یو اقتصادي جنګ وباله او وویل چې هېواد یې له دغه جنګ سره د مبارزې توان لري. هغه امریکا د ایران (دښمن) هېواد یاد کړ.

امریکا او د نړۍ زبر ځواکونو له ایران سره اتومي تړون وکړ، د تړون له مخې ایران ژمنه کړې وه چې خپل اتومي پروګرام وځنډوي او په بدل کې په ایران لګول شوي اقتصادي بندیزونه لېرې کړل شي. خو ولسمشر ټرمپ له دغه تړون ووت او وايي چې دا تړون نیمګړی دی.

افغانستان او پر ایران د امریکا بندیزونه

امریکايي چارواکو ویلي چې اتو هیوادونو ته د لنډمهال لپاره د ایران نه د تیلو د اخیستلو اجازه ورکړل شوې چې دوی ورو ورو ددغه هیواد په تیلو باندې خپله تکیه راکمه او اخیسته یې بنده کړي.

دغه نوي بندیزونه به همداشان د ایران مرکزي بانک او ددې هیواد سمندري ترانسپورت او د بېړیو جوړولو سکتور په نښه کړي. ددغو هیوادونو نومونه ندي یاد شوي. د چین، هند او روسیې سربیره افغانستان هم د ایران سره نژدې اقتصادي اړیکې لري او په تیرو دوو کلونو کې ایران د افغانستان ستر اقتصادي شریک و.

د افغانستان جمهور رئیس د یکشنبې په ورځ (نوامبر ۴) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې الیس ویلز سره وکتل او د اسیا د جنوب او چابهار بندر په اړه یې ورسره خبرې وکړې. خو پدې هکله یې زیات جزییات ندي ورکړي.

XS
SM
MD
LG