د سپینې ماڼۍ یو مقام د جمعې په ورځ وویل چې د متحدو ایالتونو حکومت د مصنوعي ځېرکتیا په اړه نړیوال حاکمیت «په بشپړ ډول» ردوي او خبرداری یې ورکړ که دا تکنالوژي د بیروکراسۍ او متمرکز کنترول تابع شوه، نو منل یې روښانه راتلونکې ته لاره نه شي پرانیستلای.
په سپینې ماڼۍ کې د ساینس او تکنالوژۍ د څانګې د تګلارې مشر مایکل کراتسیوس په هند کې د مصنوعي ځېرکتیا د اغیز په اړه په جوړې شوې غونډې کې وویل چې د- مصنوعي ځېرکتیا په اړه د ملګرو ملتونو د نړیوال ډیالوک- په ګډون ډېر نړیوال فورمونه «د وېرې عمومي فضا» ساتي.
هغه وویل چې باید دا ویره په هيلې بدله شي.
کراتسیوس په هند کې د مصنوعي ځېرکتیا په غونډې کې د امریکایي پلاوي مشر دی. دا غونډه په همدې اونۍ په نوي ډهلي کې پیل شوه.
هغه خبرداری ورکړ چې د اقلیم د بدلون او یا برابرۍ په څېر «په خطر باندې متمرکزې او ایدیالوژیکې اندېښنې» هم د بیروکراتیک او تمرکز مدیریت لپاره پلمه کېږي.
هغه وویل چې هغوی د حفاظت ترنامه لاندې د دغو وسائیلو څخه د استفادې خطر د استبدادي کنترول لپاره زیاتوي.
نوموړي وویل: «په همدې حال کې، په حفاظت او احتمالي خطرونو باندې د مصنوعي ځېرکتیا د سیاستونو تمرکز، د یو رقابتي ایکوسیستم د رامنځ ته کېدو مخه نیسي، موجود شرکتونه تثبیتوي او مخ په ودې هېوادونه په بشپړ ډول د مصنوعي ځېرکتیا په اقتصاد کې له ګډون څخه منزوي کوي.»
هغه وویل چې د ولسمشر دونالډ ټرمپ حکومت باور لري امریکایي شرکتونه او تکنالوژي په ازاده سیالۍ کې بریالي کیږي او «هغه غواړي چې د نړیوالو معیارونو د تحمیلولو او خرڅون د انحصار کولو په ځای، د مصنوعي ځېرکتیا د داسې ایکوسیستم رهبري وکړي چې ستاسو د سیمه ایزو تکنالوژیو، محلي معلوماتو، او محلي ژبو سره کار کوي.»
د منصوعي ځېرکتیا د څلورمې سرمشریزې تنظیم کوونکي وایي چې دوی د داسې راتلونکې په جوړولو تمرکز کوي چې مصنوعي ځېرکتیا په کې «د بشریت خدمت ته وده ورکړي، همه شمول پرمختګ وغوړوي، ټولنیزې پراختیا ته وده ورکړي او په خلکو-باندې متمرکز نوښتونه، چې زموږه سیاره ساتي، ترویج» کړي.
په دغې سرمشریزې کې د تکنالوژۍ دوو سترو شرکتونو مایکروسافټ او ګوګل د منصوعي ځېرکتیا په نوښتونو باندې د سلګونو میلیون ډالرو پانګوونې اعلان وکړ.
فورم \ دبحث خونه