د لاس رسي وړ اتصالات

مسکو کې د امریکا سفیره: روسیه کې نیول شوی امریکایي خبریال ښه دی 


ایوان ګرېشکویچ
ایوان ګرېشکویچ

په روسیه کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفیره لین ټریسي وايي چې د مسکو له لوري د نیول شوي‌ امریکايي خبریال ایوان ګرېشکویچ سره یې نن دوشنبه اپریل ۱۷ (وري۲۸) په زندان کې ولیدل.

په روسیه کې د امریکا سفارت په خپل ټویټر کې د سفیرې له خولې لیکلي‌ دي: «ما د لیورتوفو په زندان کې د والسټریټ له خبریال ایوان ګرېشکویچ سره ملاقات وکړ- - دا دوې اوونۍ مخکې د هغه د غیرقانوني نیونې څخه را وروسته اول ځل دی چې موږ ته اجازه راکړل شوه له هغه سره ووینو. »

سفیرې ویلي‌ دي: «د هغه صحت ښه دی او هماغسې قوي دی.»

ټاکل شوې چې سبا سه شنبه ایوان ګرېشکویچ د خپل توقیف د پرېکړې په ضد اعتراض وکړي.

روسیې د والسټریټ ژورنال دا خبریال د جاسوسۍ په تور نیولی او د ۲۰ کلونو بند له سزا سره مخامخ دی.

مسکو دغه خبریال تورن کړی دی چې د متحدو ایالتونو د حکومت لپاره یې د روسیې حساس دفاعي معلومات راټولول. خو په خپله خبریال، والسټریټ ژورنال او د امریکا حکومت د روسیې دا تور په کلکه رد کړی دی.

فرانس پرس اژانس وايي چې د ایوان ګرېشکویچ قضیه ډېره حساسه ده او له همدې کبله یې په اړه معلومات عام نه خپرېږي.

تېره اوونۍ د امریکا ولسمشر جوبایډن د روسیې له لوري د والسټریټ ژورنال د دغه خبریال نیول «مطلق ناقانونه» کار وباله او کورنۍ ته یې وویل چې د هغه د خوشې کېدو لپاره کار کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي‌ ریابکوف تېره اوونۍ بیا دا خبره تکرار کړه چې د خبریال ایوان ګرېشکویچ هر ډول تبادله به د یو باصلاحیته محکمې له حکم وروسته وشي.

XS
SM
MD
LG