د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت امریکا غږ ته: له ۲۰۲۵ راهېسې مو د څه باندې ۳۰۰زره بهرنیانو ویزې لغوه کړي

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټامي پیکوټ
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټامي پیکوټ

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د امریکا غږ افغانستان څانګې ته وویل چې د ۲۰۰۲۵ کال د جنورۍ له میاشتې راهېسې یې د څه باندې ۳۰۰زره هغو بهرنیو اتباعو ویزې لغوه کړي، چې په جرمي فعالیتونو، د مهاجرت د قوانینو څخه په سرغړونې، فساد، د ناسمو معلوماتو په ورکولو او دا ډول نورو سرغړونو کې دخېل وو.

د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ماښام (اکتوبر۲۰) د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې د ویاند ټامي پیکوټ له خولې لیکلي دي:«د ټرمپ حکومت د څه باندې ۳۰۰زره ویزو په لغوه کېدو سره په تاریخ کې د [امریکا] د بل هر حکومت په پرتله په چټکۍ سره ډېرې ویزې لغوه کړې. اجازه راکړئ چې دا خبره روښانه کړو: موږ د هغو بهرنیانو په اړه چې په ویزو راغلي، او قانون ماتوي، درغلي کوي او یا زموږ ملي امنیت کمزوری کوي، هېڅ زغم نه لرو. موږ به د خپلو سرحدونو او ملي امنیت د خوندیتوب لپاره ګامونه اخلو او ادامه به ورکوو.»

امریکا غږ د وزارت څخه پوښتلي وو چې ایا په دغو کسانونو کې افغانان هم شته که نه او که وي، څومره دي؟ خو وزارت په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی.

په پیان کې ویل شوي دي چې دا ویزې یې د جرمي فعالیتونو، عمومي امنيت ته د ګواښونو، د کډوالو د قانون څخه د سرغړونو، تقلب او غلطو معلوماتو د ورکولو له کبله لغوه کړي دي.

د بیان په اساس، په دغې ډلې کې ۴۰۰۰ هغه بهرنیان هم شامل دي، چې په متحدو ایالتونو کې د زیږون له لارې د تابعیت اخیستو په فعالیتونو کې دخېل وو. د قانون په اساس، د امریکا په خاوره کې چې څوک پیدا کېږي، امریکایي تبعه دی.

خو د امریکا حکومت د دغه [سیاحتي زېږون] د مخنیوي لپاره اقدامات کړي او څه موده مخکې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي وو چې د امریکا تابعیت د خرڅلاو لپاره نه دی.

په بیان کې ټېنګار شوي چې امریکا به د هېڅ بهرني په وړاندې، چې د امریکا قوانین نه مني، درغلي کوي او یا امنیت ته ګواښ پېښوي، له اقدام کولو ډډه ونه کړي.

په بیان کې راغلي چې د کونسلي چارو څانګې په ۲۰۲۵ کې په واشنګټن ډي سي کې د ارزونې یوه مرکز پرانیستی او دغه مرکز د ۲۳۰۰۰ کسانو ویزې لغوه کړې، چې اکثریت یې د جرمي فعالیتونو او عامه امنیت د خوندیتوب په اړه د اندېښنو له کبله لغوه دي.

په دوی کې یې ۲۵ سلنه د بریدونو او اړوندو جرمونو، ۲۲ سلنه یې په نشه کې د موټر چلوولو، اووه سلنه د غلا او اووه سلنه نور یې د تاوتریخوالي او نورو اړوندو جرمونو له کبله لغوه شوي دي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG