د لاس رسي وړ اتصالات

د جرمني حکومت د ۳۰زره افغانانو د ویزو غوښتنه رد کړې- راپور

Germany Afghanistan Migrants
Germany Afghanistan Migrants

د جرمني حکومت په پاکستان کې د ۳۰ څخه زیاتو افغان کورنیو د ویزې غوښتنلیکونه د دوی د قضیو له بیاکتنې وروسته رد کړي دي.

د جرمني ورځپاڼې «فرانکفورټر روندشاو» د یکشنبې په ورځ،(اکتوبر ۱۸) راپور ورکړ او د دغو قضیو د ارزونې په برخه کې یې د جرمني په حکومت نیوکه کړې ده. دغې ورځپاڼې لیکلي چې د قضیو بیاکتنې په دې اړه په مخکنیو پرېکړو باندې هېڅ اغیز نه دی کړی.

ورځپاڼې زیاته کړه چې د جرمني حکومت ظاهرآ د اساسي قانون محکمې د حکم سره سم عمل کړی دی. د جرمني د اساسي قانون محکمې مخکې ټینګار کړی و چې د خلکو د منلو په اړه د هرې ژمنې تر لغوه کېدو مخکې باید هره قضیه جلا وڅېړل شي.

د هغو کسانو په منځ کې، چې قضیې یې رد شوي دي، د افغانستان د مخکني حکومت قاضیان، استخباراتي افسران او دا ډول نور خلک شامل دي، د خپلو دندو له امله د طالبانو له ګواښونو سره مخ دي.

په دې کورنیو کې داسې ښځې هم شته چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخو کې د خپلو فعالیتونو له کبله د طالبانو د شکنجې او مرګ له ګواښونو سره مخامخ کېدای شي.

د فرانکفورټر رونډشاو ورځپاڼې راپور ورکړی که دا ښځې په جرمني کې وای او د پناه غوښتنه یې کړې وای نو قانوني خوندیتوب یې ترلاسه کولی شوای، خو دا فرصت له دوی څخه اخیستل شوی دی.

تر دې دمه د جرمني حکومت لا د دغه راپور په اړه رسمي غبرګونه نه دی ښودلی.

د راپور له مخې، شاوخوا ۵۰۰ افغان وګړي په پاکستان کې دي چې جرمني ته د تګ په تمه دي. دا په داسې حال کې ده چې د جرمني هم له خپلې خاورې د یو شمېر افغان کډوالو شړل پیل کړي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دغه هېواد کې مېشت څه باندې ۱۵۰۰۰ افغانان باید د قانون له مخې له جرمني څخه ووځي. د جرمني د کورنیو چارو وزارت امریکا غږ ته وویل چې د ۲۰۲۵ کال د مۍ د میاشتې راهیسې، ۲۶۳ افغانان ایستل شوي او ۱۱۶۰۰ نورو افغانانو شړل په موقت ډول ځنډول شوي دي.

دغه وزارت وايي چې د ایستل شویو کسانو قضیې په دقت سره څېړل کېږي او په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندیښنې په جدي ګڼي.

برلین د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د طالبانو سره اړیکې هم اړینې بللي دي، خو ټینګار یې کړی چې طالبان د افغانستان د مشروع حکومت په توګه نه پیژني.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال افغانستان ته د افغانانو ایستلو د بشري حقونو فعالینو ترمنځ اندیښنې راپورته کړې دي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG