د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: ایران په سیمه او نړۍ کې د اخلال ایجادولو په ځای، د خپلو وګړو ښېرازۍ ته پام وکړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د ایران رژیم دې په سیمه او نړۍ کې د اخلال ایجادولو په ځای، د خپلو وګړو ښېرازۍ ته پام وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند، دا څرګندونې د ایران له لوري د بې پیلوټه الوتکو د صادرولو په اړه د امریکاغږ د یوې پوښتنې به ځواب کې کړي دي. تر دې دوه ورځې مخکې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، د هغو ”غیرمعمول جنګي وسایلو چې د مخدره توکو د ځنیو بانډونو په اختیار کې دي” اندېښنه ښودلې وه.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند، امریکاغږ ته وویل: ”د ایران رژیم، د بې ثباته کوونکو تکنالوژیو د صادرولو او په بهر کې په غیرقانوني فعالیتونو کې د مشارکت په ځای، باید د خپلو خلکو د ضرورتونو په رفع کولو تمرکز وکړي.”

د ویاند په وینا، د ایران رژیم ”له ډېرې مودې راهیسې د خپل خلکو اقتصادي، ټولنیز او سیاسي ښېرازي” له پامه غورځولي دي.

ویاند زیاته کړې: ”د ټرمپ حکومت د بندیزونو، ممنوعیتونو او ډپلوماتیکو ابتکارونو له لارې، د ایران د دې فعالیتونو شنډولو او د سیمې او نړۍ د امنیت ساتلو ته ژمن دی.”

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG