د امریکا یو مخکښ جمهور غوښتونکی سناتور، چې د ولسمشر ټرمپ نژدې متحد ګڼل کېږي، وايي چې روسیه به ترڅو چې څوک یې مخه ونه نیسي په خپله به د اوکراین په جګړه کې خپلې کړنې ونه دروي.
ښاغلي ګراهم دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ د فاکس تلویزوني چینل ته د یوې مرکې په ترڅ کې وکړې او ویې ویل چې پوتین به تر هغه پوري ونه دریږي چې څوک یې مخه ونه نیسي.
نوموړی وویل چې ولسمشر ټرمپ به د روسیې پرضد بندیزونه ولګوي که چیري دغه هیواد خپل کردار بدل نکړي.
هغه داسې وویل: ،، څه چې کېږي هغه به دا وي چې ولسمشر به پر هغو هیوادونو باندې بندیزونه ولګوي چې د روسیې څخه تیل رانیسي. چین، هند او برازیل هغه درې هیوادونه دي چې د روسیې تقرییا ۸۰ سلنه ارزانه تیل رانیسي او په لړ کې یې د پوتین د جګړې ماشین تقویه کېږي.،،
ښاغلي ګراهم زیاته کړه چې چین، هند او برازیل به د امریکا د اقتصاد او د پوتین سره د مرستې ترمنځ یو انتخابوي او دا چې هغه فکر کوي چې دغه درې هیوادونه به د امریکا اقتصاد انتخاب کړي.
د یادولو وړ ده چې د امریکا او روسیې ترمنځ د روان کال په پيل کې مزاکرات پیل شول چې په اورکراین کې جګړه پای ته رسوي چې درې نیم کال یې کېږي چې روانه ده او په لړ کې یې په لس ګونو زرو خلک ووژل شول، خو دغه مزکرات مطلوبې پایلې ته ونه رسیدل.
د امریکا د سنا د قضایه کمیټې د غړي ګراهم دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې ولسمشر ټرمپ د پوتین په برخه کې مایوسي څرګنده کړه او ویې ویل چې ،، ما فکر کوی چې دوې میاشتې مخکي به لا یوې موافقې ته سره ورسېږو خو داسې نه ښکاري. ټولې خبرې دي او بیا چې ویني پر کیف باندې توغندۍ ویشتل شوي وي او ۶۰ کسان یې وژلي وي.،،
ښاغلي ټرمپ زیاته کړه ،، دا ( جګړه) باید ودریږي. داسې یوه مرحله رارسېږي چې تاسو پوهېږیْ چې په خبرو نور نه کېږي. باید عمل وشي او باید نتایج ولري.،،
ښاغلي ګراهم د یکشنبې په ورځ وویل چې ولسمشر ټرمپ به د پوتین په برخه کې اقدام وکړي.
هغه داسې وویل: ،،ولسمشر به د هغو هیوادونو پرضد ۱۰۰ فیصده تعارفه وضع کړي چې د پوتین سره مرسته کوي.،،
فورم \ دبحث خونه