د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریې کې د الوتکو د خوندیتوب پر سر تفاهم کیږي


امریکا او روسیه به ښایي چې سبا یو تفاهم لیک لاسلیک کړي چې هدف یې د سوریې په هوایي قلمرو کې د الوتکو د خوندیتوب یقیني کول دي

د امریکا او روسیې پوځي چارواکو د سوریې په هوایي قلمرو کې د الوتکو د خوندیتوب پر سر درې ځله په لوړه کچه خبرې وکړلې.

د خبرو هدف دا و چې د روسي او امریکایي پیلوټان چې د سوریې په هوایي قملرو کې پروازونه کوي، خونتدي واوسیږی.د پنټاګان ویاند تورن جیف ډیوس وایي اوس دواړه هیوادونه د همدې مسلې په اړه د یوه تفاهم لیک بشپړه کیدو ته نږدې شویدي.

" زه فکر کوم چې ښایي دا کار به سبا د سه شنبې په ورځ وشي. یوازې په سند کې د ځینو ټکو په اړه پوښتنې پاتې دي او لاسلیک کول یې دي، نور هر څه تیار دي . "

د پنټاګان ویاند تورن جیف ډیوس وایي پدې سند کې دا ندي ویل شوي چې دواړه هیوادنه به په سوریې کې څه ډول عملیات کوي.

" دا سند یوزاې په هوایي قلمرو کې د خوندیتوب په اړه دی او د روسیې سره موافقه نده. مونږ په حقیقت کې په سوریې کې د روسیې د ټولو کړنو سره اساسي اختلافات لرو. "

د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه تقریباً یو کال کیږی چې په سوریې کې د اسلامي دولت یا داعش په جګړه مارانو هوایي بریدونه کوي خو روسیه بیا شاوخوا یوه میاشت کې کیږی چې په هغه هیواد کې یې نظامي مداخله کړیده.

روسیه هم وایي چې د هغوي الوتکې په داعش او نورو تروریستي ډلو هوایي بمبارۍ کوي، خو د امریکا د دفاع وزارت وزارت او د بشري حقونو ادارې وایي چې د روسیې اکثره هوایي بریدونه حتی هغو سیمو ته نږدې هم ندي شوي چې د اسلامي دولت یا داعش په لاس کې دي.

که څه هم تر اوسه د سوریې په هوایي قلمرو کې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو او روسیې د الوتکو تر منځ د ټکر او یا کومې غټې پیښې خبر ندی ورکړل شوی خو ایتلافي ځواکونه وایي چې د هغوي الوتکو په ځینو مواردو کې خپله لاره پدې خاطر بدله کړې چې د روسیې د جیټ الوتکو ته ډیرې نږدې نشي.

XS
SM
MD
LG