د لاس رسي وړ اتصالات

د اتومي وسلو څخه استفاده؛ سپینې ماڼۍ شمالي کوریا ته خبرداری ورکړ 


د شمالي کوریا ولسمشر او پوځي چارواکي
د شمالي کوریا ولسمشر او پوځي چارواکي

سپینې ماڼې نن سه شنبه جنوري درېیمه (مرغومې۱۳) وویل چې له جنوبي کوریا سره په «یو همغږي ځواب» کار کوي چې د شمالي کوریا له لوري د اتومي وسلو د کارولو په صورت غبرګون وښودل شي.

د سپینې ماڼۍ یو ویاند وویل چې د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول او د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن خپلو ټیمونو ته دنده سپارلې ده چې یو اغیزناک هماهنګ شوی پلان ترتیب کړی.

ولسمشر جوبایډن تېره ورځ په خپلو خبرو کې له جنوبي کوریا سره د امریکا ګډ پوځي تمرین ناممکن وباله. داسې ښکاري چې د ولسمشر بایډن دا څرګندونې د جنوبي کوریا د ولسمشر یون د هغو څرګندونو سره په تضاد کې دي چې ویلي وو له واشنګټن سره په مشترک اتومي پروګرام باندې بحث روان دي.

خو ښاغلي بایډن دا خبره وکړه چې خپلو متحدینو ته د دفاعي ظرفیتونو برابرولو ته ژمن دی. د جنوبي کوریا ولسمشر یون د «چوسان البو» محافظه کارې ورځپاڼې سره په مرکې کې وویل چې اټومي وسلې په متحدو ایالتونو پورې اړه لري خو پلان جوړونه، د معلوماتو شریکول، تمرینات او تعلیمات به له واشنګټن سره یو ځای کېږي.

نوموړي ویلي دي چې امریکا په دې اړه مثبت نظر لري.

په همدې حال کې د بایډن ادارې یو ویاند چې نغواړي خپل نوم یې خپور شي ویلي دي چې د امریکا متحدینو سره د همکارۍ په برخه کې هېڅ ابهام نشته.

د شمالي او جنوبي کوریاګانو ترمنځ له هغه ورسته کړکیچ نور هم زیات شو چې د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون د خپلو هستوي کوپړیو او بین القاره يي میزایلو د زیاتولو غوښتنه وکړه چې په خبره یې «د جنوبي کوریا او امریکا د دښمنۍ» لامل شوي دي.

XS
SM
MD
LG