د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان غواړي تر۳۰۰۰ کیلومتره واټن پورې هدف ویشتونکي توغندي جوړ کړي - رسنۍ


رسنیو د شنبې په ورځ ډسمبر ۳۱ (مرغومي ۱۰) خبر ورکړ چې د جاپان دفاع وزارت غواړي داسې اوږده واټن ویشتونکي توغندي جوړ کړي چې تر ۳۰۰۰ کیلومتره پورې د هدف ویشتلو وړتیا ولري.

د جاپان کیودو رسنۍ د موضوع څخه د یوې باخبره سرچینې په حواله راپور ورکړی چې د جاپان دفاع وزارت غواړي دغه توغندي تر ۲۰۳۰ کاله پورې چمتو کړي.

دغې رسنۍ زیاته کړې چې د جاپان حکومت غواړي د ۲۰۳۰ میلادي کال تر لومړیو پورې د ۲۰۰۰ کیلومترو تر واټن پورې هدف ویشتونکی توغندی او د ۲۰۳۵ میلادي کال په شاوخوا کې د غږ له سرعت څخه ګړندی داسې توغندی جوړ کړي چې تر ۳۰۰۰ کیلومترو پورې خپل هدف په نښه کړای شي او د شمالي کوریا تر ټولو برخو او د چین تر یو شمیر برخو ورسیږي.

جاپان د دویمې نړیوالې جګړې راوروسته، روانه میلادي میاشت د خپلو سترو نظامي هڅو څخه پرده پورته کړه کوم چې غواړي د ۳۲۰ میلیاردو ډالرو د یو پلان له مخې، داسې مزایل واخلي چې د چین د ویشتلو توان ولري او یاد هیواد یوې اوږدې جګړې ته چمتو کړي.

جاپان په داسې حال کې ددغه ستر پلان خبر ورکوي چې سیمه ایزو تاوتریخوالو او پر اوکراین د روسیې برید د جګړې ویرې زیاتې کړي دي.

شمالي کوریا درې مزایل و ازمایل

شمالي کوریا د شنبې په ورځ ډسمبر ۳۱ د خپلو شرقي اوبو په طرف درې لنډ واټن ویشتونکي بالستیک مزایل وازمایل.

د سهیلي کوریا لوی درستیز ویلي چې هغوی د شنبې په سهار د پیونګ یانګ په سهیلي برخو کې د دریو مزایلو آزمایښت کشف کړی دی.

یاد کوریایي چارواکي دا ازمایښتونه "یو ستر پارونکی" اقدام بللی کوم چې د هغه په وینا نړیواله سوله تر پوښتنې لاندې راولي.

هغه زیاته کړې چې هیواد یې د شمالي کوریا د هر ډول پارونکي اقدام په وړاندې خپل چمتوالی لري.

یو شمیر کارپوهان وایي شمالي کوریا هڅه کوي چې خپلې وسلې پرمختللې کړي او له متحدو ایالتونو سره په راتلونکو معاملاتو کې خپل قوت زیات کړي.

دغه ازمایښتونه په داسې حال کې کیږي چې شمالي کوریا تر دې پنځه ورځې مخکې د ۲۰۱۷ کال راوروسته د لومړي ځل لپاره د سهیلي کوریا په فضا کې ډرون الوتکې والوزولې.

د امریکا د هندو پسفیک قوماندانۍ ویلي دي چې دا ازمایښتونه د شمالي کوریا د ناقانونه تسلیحاتي پروګرامونو د "بې ثباته کوونکو تاثیراتو" ښکارندويي کوي. متحدو ایالتونو زیاته کړې چې د سهیلي کوریا او جاپان څخه د دفاع په برخه کې د واشنګټن ټینګ تعهد پر ځای دی.

د امریکا او چین تاوتریخوالي

تر دې مخکې د امريکا د دفاع وزير لويډ آسټین د نومبر په ۳ ویلي وو چې، امريکا له چين سره د مقابلې په يو مهم پړاو کې ده او د خپل پوځي ځواک پیاوړتیا ته اړتيا لري ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې امريکايي ارزښتونه وساتي نه دا چې بيجينګ، په ٢١مه پېړۍ کې نړيوال معيارونه وضع کړي.

پنټګان په خپل تازه راپور کې ویلي چې چین دا وخت ۴۰۰ اتومي کوپړۍ لري، او په راتلونکو دوو کلونو کې به دغه شمېر دوه چنده زیات شي.

په عین حال کې د امریکا د دفاع وزارت "د چین پوځي قدرت" تر عنوان لاندې په خپل کلني راپور کې چې تیره میاشت خپور شو، ویلي چې که د بیجینګ ګړندۍ اتومي پراختیا دوام وکړي نو ددغه هېواد د وسلو په زېرمو کې د اتومي کوپړیو شمېر به تر ۲۰۳۵ کال پورې ۱۵۰۰ ته ورسیږي

XS
SM
MD
LG