د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د پاکستان بالستیک توغندیو پروګرام په عرضه کوونکو شرکتونو بندیزونه ولګول


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت جمعه اپریل ۱۹ (وري ۳۱) په څلورو بهرنیو شرکتونو بندیزونه ولګول چې د پاکستان د بالاستیک توغندیو پروګرام لپاره د موادو په برابرولو کې یې مرسته کړې.

دا شرکتونه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرې بندیزونه لګولي، یوه یې په بیلاروس او درې نور یې په چین کې مرکزي دفترونه لري.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې دا بندیزونه د هغه اجرائیوي حکم له مخې پدې شرکتونو لګول کیږي چې د ډله ایزې تباهۍ وسلې خپرونکي او هغوي چې امکانات ورته برابروي، تر هدف لاندې نیسي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دې څلورو شرکتونو پاکستان ته داسې مواد لیږدولي چې د لیرې واټن توغندیو په ګډون د بالاستیک توغندیو په پروګرامونو کې ترې کار اخیستل کیږي.

په بیلاروس کې د مینسک په نامه د تراکتور ټایرونو جوړولو شرکت، په چین کې د شیان لانج په نامه د ټکنالوژۍ پرمختګ شرکت، د تیانجین نړيوالې خلاقۍ سوداګرۍ شرکت او د ګرانپیت شرکت په نامه هغه شرکتونه دي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پرې بندیزونه لګولي.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې دې ټولو شرکتونو داسې مواد، ټکنالوژي او امکانات پاکستان ته برابر کړي چې د مزایلو او بالاستیک توغندیو په جوړولو کې په کاریږي.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د دې اقدام له کبله د همدې ټولو شرکتونو ټول جایدادونه او ګټې چې په متحده ایالاتو کې او یا د امریکایي اتباعو په کنټرول یا مالکیت کې دي، ضبطیږي او د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو کنټرول ادارې ته باید وسپارل شي.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د شرکتونو تر څنګ په ټولو هغو کسانو هم بندیزونه لګول کیږي چې د دې شرکتونو خاوندان دي او یا پکې په مستقیم یا غیر مستقیم توګه تر ۵۰ فیصدو ډیر ملکیت ولري.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت اقدام له مخې تر څو پورې چې د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو کنټرول ادارې اجازه نه وې ورکړي، په متحده ایالاتو کې هیڅ شخص نشي کولی چې د دې شرکتونو سره راکړه ورکړه وکړي.

د وزارت په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې د پاکستان د توغندیو پروګرامونو سره پدې تړلو شرکتونو یې ولې دا بندیزونه لګولي. د پاکستان حکومت او دا شرکتونه چې بندیزونه پرې لګیدلي تر اوسه یې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پدې اقدام تبصره نده کړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG