د امریکا د متحده ایالاتو د خزانې وزارت نن دوشنبه، مې ۱۷ (غوایي ۲۷) د برما په شپاړلسو جګپوړو چارواکو او د هغوي د کورنیو په غړیو بندیزونه ولګول.
پدې کسانو دا بندیزونه ځکه ولیګیدل چې په دیموکراسۍ پلوو مظاهره چیانو د حکومت د "مرګوني او د تشدد نه ډکو" بریدونو ملاتړ یې کړی و.
د برما د پوځ د دولتي ادارې د شورا ۴ غړي، ۷ وزیران، د پوځ تر کنټرو لاندې د انتخاباتو د کمیسیون مشر او د برما د مرکزي بانک مشران هغه کسان دي چې د امریکا د خزانې وزارت یې نومونه په تور لیست کې اچولی.
درې تنه نور چې امریکا یې نومونه په تور لیست کې اچولی د دولتي ادارې شورا د غړیو ماشومان دي چې د برما د منتخب حکومت پر ضد د فبروري د میاشتې د لومړۍ نیټې په کودتا کې یې لاس درلود.
د خزانې وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، " د برما پوځي رژیم دیموکراسي پلوه خوځښت په بې رحمانه توګه ځپي او د برما د خلکو پر ضد د تشدد نه ډکو وژونکو بریدونو مسؤلیت یې پر غاړه دی. "
د امریکا د خزانې وزارت ویلي چې بریتانیه او کاناډا هم ویلي چې د برما د پوځ په غړیو همداشان بندیزونه لګوي.
په برما کې د کودتا نه وروسته خلکو پراخې مظاهرې وکړلې چې امنیتي ځواکونو یې د ځپلو لپاره د قوي نه کار واخیست. یوه سیمه ایزه ډله چې د برما دا مظاهرې څارې ویلښي چې د مظاهره چیانو او خلکو تر منځ په اخ او ډب کې شاوخوا ۸ سوه تنه ووژل شول.
په برما کې د همدې کال د فبروري په میاشت کې پوځ کودتا وکړله او د آنګ سان سوچي په مشرۍ منتخب حکومت یې ړنګ کړ چې دا کار په نړیواله کچه وغندل شو.