د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د طالبانو په ځینو پاکستاني او ایراني ملاتړو بندیزونه ولگول


امریکا څلور افغان، دوه ایرانیان او دوه پاکستاني وگړي د طالبانو سره د اړیکو او په ځانمرگه حملو کې د ککړتیا په تور د نړیوالو ترهگرو په لسټ کې شامل کړیدي.

د امریکا د خزانې وزارت د سه شنبې په ورځ په اتو کسانو د طالبانو سره د اړیکو په تور بندیزونه لگولي دي، په دغو کسانو کې دوه ایرانیان هم شامل دي.

د امریکا د خزانې وزیر سټیو منچن په ایران د طالبانو د کومک تور لگولې او وایي "ایران طالبانو ته د ترهگرۍ لپاره پوځي روزنې، مالې مرستې او وسلې ورکوي، دا د ایران په سیمې کې د ترهگرو د ملاتړ یو بل څرگند مثال دی. امریکا او متحدین به یې ایران ته اجازه ورنکړي چې په افغانستان کې مداخله وکړي."

منچن تیره اونۍ د ترهگرو د مالي سرچینو او په ایران د بندیزونو په هکله د خبرو لپاره منځني ختیځ ته سفر کړی و. د یادونې وړ ده چې په طالبانو دغه بندیزونه د ترهگرو د مالي ملاتړ د مخنیوې مرکز ٧ غړیو هم لگولې دي.

د امریکا د خزانې وزات وایي چې هغوي به د هغو کسانو په نښه کولو ته ادامه ورکړي چې د طالبانو ملاتړ کوي او د سولې پروسې ته تاوان رسوي.

د امریکا حکومت دغه بندیزونه پداسې وخت کې لگولي چې د افغانستان د انتخاباتو په دوران کې د تشدد پیښې زیاتې شویدي او د دغه ملک ځینې مهم سیاسي مشران پکې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG