د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په کمزوري حکومت او داخلي اختلافاتو پاکستان مه ګرموئ- قریشي


شاه محمود قریشي واشنګټن ته په رسمي سفر راغلی دی
شاه محمود قریشي واشنګټن ته په رسمي سفر راغلی دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي اسلام اباد په افغانستان کې د امریکا د کامیابۍ لپاره لار پرانیستې ده او په دغه برخه کې یې ډېره همکاري کړې ده.

وزیر شاه محمود قریشي د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر۳) په واشنګټن کې د متحدو ایالتونو د سولې په انستیتوت کې خبرې کولې. د دغه ازاد بحث موضوع وه: د پاکستان نوی حکومت: بهرنۍ تګلاره بدله شوې که هماغه ده.

هغه وویل چې اسلام اباد په افغانستان کې په روان جنګ کې یوازې دا نه چې د امریکا لپاره میلیونونه ډالره سپما کړي بلکې "ستاسو- امریکا- د بري لپاره مو هم لاره پرانیستې" ده.

ښاغلي قریشي وویل "دا غیر عادلانه ده چې د افغانستان د کمزوري حکومت، فساد او په حکومت کې دننه په اختلافاتو باندې پاکستان ګرم بلل کیږي. نباید پاکستان ګرم وبلل شي."

هغه وویل چې پاکستان له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي " افغانستان یو مستقل هېواد دی، هغوی تصمیم نیسي او موږ یې درناوی کوو. موږ په افغانستان کې یو دیموکرات، پرمختللی او سوله اییز حکومت غواړو."

له طالبانو سره سوله

هغه وویل چې پاکستان غواړي چې طالبان د سولې خبرو ته راشي. ښاغلي قریشي وویل چې پاکستان به له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي چې طالبان د سولې خبرې وکړې.

وايي د افغانستان سوله او ثبات د پاکستان په ګټه یې هم ده او په خبره یې که افغان ماشومان نا امنه وي، د پاکستان ماشومان په امن کې نشي پاتې کیدی.

خو دا خبره یې وکړه چې په سیمه کې ځینې نور لوبغاړي شته چې ښايي دهغوی لومړیتوبونه جلا وي. هغه وایي د اسلام اباد لومړیتوب، سوله او ثبات دي خو ښايي د نورو دا لومړیتوبونه نه وي. هغه په دې اړه نور جزیات ورنکړل.

مګر، امریکایي چارواکي ایران او روسیه د طالبانو په ننګه او ملاتړ تورنوي.

د واشنګټن-اسلام اباد اړیکي

ښاغلي قریشي واشنګټن په رسمي سفر راغلی دی. هغه د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر، ملي امنیت له سلاکار او نورو مشرانو سره خپل ملاقات رغوونکي وبلل او وویل چې له مثبت فکر او ښې هیلې سره به پاکستان ته ستنیږي.

هغه ومنله چې په وروستیو کلونو کې د اسلام اباد-واشنګټن اړیکې سختې او پیچلې وې، خو اوس د یوې ګډ هدف لپاره کار کوي چې سوله، ثبات او ګډه همکاري ده. هغه وویل چې پاکستان د سړې جګړې له پیل راهېسې دامریکا نژدي ملګری دی.

ولسمشر ټرمپ تېرکال د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره تګلاره اعلان کړه، له پاکستان په کلکه وغوښتل چې یا دې په خپله خاوره کې ترهګر وځپي او یاد وشړي. پاکستان دا تورونه نه مني چې په خاوره کې یې ترهګر شته.

کابل پاکستان تورنوي چې افغان طالبان په خپلې خاورې کې ساتي، پالي او بیا یې د جنګ لپاره افغانستان ته استوي.

XS
SM
MD
LG