د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد طالبانو سره د سولې په لټه، افغانستان او پاکستان ته تللی


د زلمي خلیلزاد اصلي دنده دا ده چې طالبان د سولې مذاکراتو ته راولي
د زلمي خلیلزاد اصلي دنده دا ده چې طالبان د سولې مذاکراتو ته راولي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د مخامخ خبرو په هیله سیمي ته خپل لس ورځنی سفر پيل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي ښاغلی خلیلزاد به افغانستان، پاکستان، متحده عرب امارات، قطر او سعودي عربستان ته په سفر روان شوی. پدغه دنده کې تر ګمارل کیدلو وروسته، دا لمړی ځل دی چې ښاغلی خلیلزاد سیمې ته رسمي سفر کوي.

نوموړی دنده لري چې له افغان طالبانو سره د جګړې د ختمولو او د سولې د یوه تړون لارې چارې وموندي.

څرګنده نده چې ښاغلی خلیلزاد به له کومو افغان، پاکستاني او عرب چارواکو سره وګوري، خو قطر ته د سفر په ترڅ کې ښايي له طالب استازو سره خبرو ته کښیني. طالبان په قطر سیاسي دفتر لري.

د خلیلزاد په مشری پلاوی پداسې حال کې سیمې ته سفر کوي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ تر سولې خبرې له څو کالو راهیسې په ټپه دریدلي دي.

XS
SM
MD
LG