د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د بوسنیا په دوو مشهورو مشرانو بندیزونه ولګول


د امریکا متحده ایالاتو دوشنبه جون ۶ (غبرګولي۱۶) د بوسنیا په دوو مشهورو چارواکو بندیزونه ولګول. واشنګټن ویلي چې دا مشران د قومیت پر اساس داسې سیاسي اجنډاوې تعقیبوي چې بوسنیا د دموکراتیکو ادارو په قیمت تمامیږي.

د بوسنیا د فدراسیون جمهور رئیس مرینکو کوارا او د ریپبلیکا سرپسکا په حکومت کې د روغتیا او ټولنیز خیرښیګڼې وزیر الن سرانیچ هغه کسان دې چې متحده ایالاتو پرې بندیزونه لګولي.

واشنګټن ویلي چې ښاغلي کوارا د بوسنیا هرزیګوینا د جمهور رئیس په توګه په مستقیمه او غیر مستقمه توګه پداسې کړنو او پالیسو کې لاس درلود چې د دموکراتیکو بهیرونو او ادارو د کمزوري کیدو سبب شوي.

او سرانیچ بیا د بیلتون غوښتنې د هلو ځلو پر مخ بولو کې لاس درلود او له همدې کبله پرې بندیزونه لګیدلي.

د بوسنیا پدې دواړو جګپوړو چارواکو بندیزونه پدې معنی چې هغوي په متحده ایالاتو هغو جایدادونو ته لاسرسی نشي درلودی چې بشپړ یا جزوي ملکیت یې لري.

د امریکا د خزانې په وزارت کې د ترهګرۍ او مالي استخباراتو د ادارې مرستیال وزیر براین نیلسن د بوسنیا پدې جګپوړو چارواکو د بندیز لګولو په هکله ویلي چې مرینکو کوارا او الن سرانیچ د قوم پرستۍ پر اساس سیاسي اجنډاوې تعقیبولې چې د بوسنیا-هرزیګوینا د ولس او دموکراتیکو ادارو په قیمت تمامیدې."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنیکن هم په ټویټر کې لیکلي چې د بوسنیا راتلونکی د قوم پرستو ګوندنو لخوا نشي ټاکل کیدی.

XS
SM
MD
LG