د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د جي-۷ هېوادونه وهڅول د حیاتي منرالونو د اکمالاتي لارو د استقامت په اړه اقدام وکړي


د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بیسنټ د دوشنبې په ورځ په واشنګټن ډي سي کې د جي-۷ هېوادونو او ملتونو د استازو په غونډې کې د حیاتي منرالونو د اکمالاتي لارو د ستونزو او اسیپ پذیرۍ د حل کولو په اړه «لویه هیله» څرګنده کړه.

نوموړي د خپل ایکس په حساب کې لیکلي دي: «زه خوشحال شوم چې د حیاتي منرالونو د اکمالاتي لارو په برخه کې د اسیپ پذیرۍ د چټک حل په اړه مې د قوي او شریکې لیوالتیا په اړه واورېدل. زه خوشبین یم چې ملتونه به د جلاوالي په ځای، د خطر کمولو په اړه محتاطانه ګامونه پورته کوي او د پرېکنده پرېکړې اړتیا درک کوي.»

نوموړي د جي-۷ هېوادونو تر غونډې وروسته چې د کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، بریتانیا او متحده ایالتونه او د استرالیا، جنوبي کوریا، مکسیکو او اروپايي ټولنې استازي په کې وو، خبرې وکړې.

متحده ایالتونه د نړۍ د اقتصاد زبرځواکونه هڅوي چې خپله انرژي پراخه او متنوعه کړي او د حیاتي منرالونو له پلوه په چین باندې تکیه کمه کړي.

د ولسمشر ټرمپ حکومت د نادرو عناصرو په ګډون حیاتي منرالونه د «ملي امنیت او اقتصادي استقامت لپاره ارزښتناک» بولي.

د ماليې وزیر بیسنټ له غونډې وروسته په یوې خپرې شوې اعلامیې کې ویلي دي، چې اکمالاتي لاره «په لوړه کچه متمرکزه شوې او د لاسوهنې او ګډوډۍ په مقابل کې ډېره اسیب پذیره» ده. اعلامیه وايي: «متحدو ایالتونو هغه اقدامات او پانګونه او همدغه راز د استقامت، مصونیت او د حیاتي منرالونو د اکمالاتو د متنوعې لارې په اړه پلان شوي ګامونه په ګوته کړل.»

اعلامیه وايي چې بیسنټ ګډونوال وهڅول چې د خپلو تدارکاتي لارو استقامت زیات کړي او له ګډونوالو څخه یې مننه وکړه چې «په چټکۍ سره له یو بل څخه زده کړه کوي او د غوڅ اقدام او دوامداره حل لارو په لوري حرکت کوي.»

بیسنټ د نومبر په میاشت کې د فاکس بزنس سره په مرکې کې ویلي وو چې متحده ایالتونه د نایابه خاورینو عناصرو د انتقالاتو په برخه کې د «چين د خنډونو د حل کولو» په لوري روان دی.

د متحدو ایالتونو د تجارت استازي جامیسن ګریر هم په دغې غونډې کې و، هغه وویل چې امریکا د اکمالاتي لارو د متنوع کولو او استقامت په برخه کې د همکاریو هرکلی کوي چې په دې سکتور کې د رسمي چوکاټ څخه بهر د بازاري کړنو اغیز برابر کړي.

د دغې غونډې یو بل ګډونوال د جرمني د چانسلر مرستیال او د مالیې وزیر لارس کلېنګبیل په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي «کله چې د اقتصادي ودې، پراختیا او دندو د خوندیتوب خبره کېږي، په جرمني او اروپا کې حیاتي خام مواد، نایابه خاورین عناصر او د اکمالاتي لارو مصونیت ډېر مهم مسائیل دي». « له همدې کبله دا مهمه ده چې نن په واشنګټن کې په دې اړه خپل نظریات تبادله کړو.»

د ولسمشر ټرمپ حکومت وايي چې حیاتي منرالونه د هغو بحثونو عمده برخه ده چې په نړیواله کچه کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG