د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د هوا له لارې راتلونکي مسافرین د کرونا معایناتو ته اړتیا نلري


د امریکا متحده ایالاتو جمعه جون ۱۰ (غبرګولي۲۰) اعلان وکړ چې تر دې وروسته هغه نړیوال مسافرین چې په الوتکو کې دې هیواد ته راځي، د کرونا معایناتو کولو ته اړتیا نلري.

دا د امریکا لخوا د کرونا وبا د مخنیوي لپاره د لګیدلو قیوداتو د لیرې کولو لپاره یو ستر ګام دی.

د سپینې ماڼۍ د ویاندې مرستیال کیون منوز دا خبر تائید کړ او امریکایي مطبوعاتو بیا ویلي چې د سفر کولو د صنعت د پرله پسې غوښتونو او لابي کولو نه پس ټاکل شوې چې دا بندیز د همدې روانې اوونۍ په پای کې لیرې شي.


تر دې وړاندې ټول هغه مسافر چې متحده ایالاتو ته راتلل باید د سفر کولو څخه وړاندې یې د کرونا منفي معاینات د ځان سره لرل.

د سپینې ماڼۍ د ویاند مرستیال همدارنګه ویلي چې د دې بندیزونو د لیرې کولو لپاره د کرونا ضد د واکسین او درملنې لپاره د جمهور رئیس جو بایډن هلې ځلې مهمې وې او تر څنګ یې دا هم وویل چې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز به په دوامداره توګه په هیواد کې د کرونا تازه قضیې څیړي او نظر به پرې ساتي.

متحده ایالات پداسې حال کې دا بندیزونه لیرې کوي چې تیره میاشت حکومت اعلان وکړ، د کرونا وبا پدې هیواد کې د ۱ ملیون څخه ډیر وګړي مړه کړیدي.

جمهور رئیس جو بایډن وایي دغې وبا کورنۍ، ټولنې او ملت د تل لپاره بدل کړ او د ملت څخه یې وغوښتل چې بیدار اوسي.

ښاغلي بایډڼ په یوې اعلامیې کې ددې کسانو په مړینې ویر څرګند کړی او د کانګرس څخه یې غوښتي چې د معایناتو، واکسین او د درملنې لپاره دې بودجه جاري وساتي او په ملت یې د بیدارۍ غږ کړی.

په اعلامیې کې ویل شوي، "هغوي چې ماتم کوي او د ځان څخه دا پوښتي چې د هغه او هغې پرته څنګه ژوند کوي، زه تاسو درک کوم. زه ستاسو د زړه دننه په درد خبر یم چې دوامدار دی. زه پدې هم پوهیږم هغه عزیزان چې تللي، په حقیقت کې ندي تللي او تل به تاسو سره وي".

د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر د میاشتې راپدیخوا چې د کرونا وبا د لومړي ځل لپاره په چین کې خپره شوې، په متحده ایالاتو کې یې د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول ادارې د معلوماتو له مخې شاوخوا ۸۲ ملیونه کسان نیولي.





XS
SM
MD
LG