د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا وایي د جنوري په پیل کې روسیې سره خبرو ته چمتو ده


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ

یوه جګپوړي امریکایي چارواکي د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۲۳ (مرغومي دویمه) ویلي دي چې واشنګټن له مسکو سره خبرو ته چې کیدای شي په څو اوونیو کې پیل شي، چمتوالی نیسي.

دغه امریکایي چارواکي ویلي:" امریکا د جنوري په پیل کې هم د دوه اړخیزو او هم د څو چینلونو له لارې د دیپلوماسي په مرسته تعامل ته چمتو ده."

د فرانسې خبري آژانس په وینا، یاد چارواکي زیاته کړې یو شمیر مسایل شته چې روسیې رابرسیره کړي او واشنګټن باور لري چې بحث پرې کولی شي خو یو شمیر نور مسایل شته چې هغوی ډیر ښه پوهیږي هیڅ وخت به پرې موافقه ونشي.

دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې لودیځ په اوکراین کې د نظامي تاوتریخوالو د زیاتیدو په اړه اندیښنه وښوده.

کرملین په څرګنده ټینګار کوي چې لودیځ او ناټو په خطرناک شکل د روسیې پولو ته نږدې تجاوز کوي.

مسکو تیره اوونۍ خپلې امنیتي غوښتنې وړاندې کړې او ویې ویل چې ناټو باید نوې غړي ونه مني او امریکا د پخواني شوروي اتحاد په غړو هیوادونو کې نوې مراکز جوړ نکړي.

امریکایي چارواکي زیاته کړه:"هر ډول خبري ‌باید دوه اړخیزي وي، په دې مانا چې موږ هم خپلې اندیښنې لرو."

دغه امریکایي‌ چارواکی وايي‌ چې د اوکراین پولې ته نږدې د عسکرو د ځای پرځای کیدو په اړه د روسیې تحرکات له نږدې څاري.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ناوخته وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو انټوني بلینکن د اوکراین پولې ته نږدې د روسیې د نظامي تحرکاتو په اړه د خپلو مشترکو اندیښنو په اړه د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره خبري اتري وکړې.

دغو جګپوړو چارواکو ټینګار وکړ چې ناټو سازمان چمتو دی له روسیې سره معنداره خبري اتري وکړي خو هغو وویل د خپلو متحدینو د ساتنې په برخه کې به یو موټي وي.

XS
SM
MD
LG