د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې ناټو او امریکا ته د خپلو وړاندیزونو مسوده خپره کړه


کریملن

روسیې نن د ډسمبر ۱۷ (لیندۍ ۲۶) ناټو او د امریکا متحده ایالاتو ته خپل امنیتي وړاندیزونه خپاره کړل او پداسې حال کې یې د واشنګټن سره د سمدستي مذاکراتو غوښتنه وکړه چې د اوکراین په اړه د مسکو او لویدیځو هیوادونو ترمنځ کړکیچ زیات شوی دی.

پدغو وړاندیزونو کې روسیه وایي ددې هیواد د امنیت لپاره خورا مهم دي چې ناټو بل کوم هیواد ته د غړیتوب اجازه ورنکړي او د پخواني شوروي اتحاد په هیوادونو کې باید هیڅ ډول نوې اډه جوړه نشي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي ریابکوف، وویل مسکو تیار دی چې د متحده ایالاتو سره سمدستي همدا سبا – د شنبې په ورځ - امنیتي مذاکرات په یو دریم هیواد کې پیل کړي. هغه زیاته کړه چې ددې مذاکراتو لپاره متحده ایالاتو ته وړاندیز شوی چې په ژنیو کې دې وشي.

ددغو وړاندیزونو په غبرګون کې د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي وویل چې هغه یې لیدلي او په اوه یې امریکا د خپلو لویدیځو متحدینو سره بحث کوي.

میرمن ساکي زیاته کړه چې د اروپایي متحدینو سره له مشورې پرته به واشنګټن له مسکو سره مذاکره ونه کړي.

هغې وویل: "مونږ به په هغو کلیدي اصولو معامله ونکړو چې په بنسټ یې د اروپا امنیت رامنځته شوی دی."

د سپینې ماڼۍ ویاندې وویل چې ټول هیوادونه حق لري چې د خپلې راتلونکې او خپل بهرني سیاست په اړه د بهرنۍ مداخلې پرته تصمیم ونیسي.

پدې ترڅ کې د بریټانیا صدراعظم بوریس جانس د ډسمبر په ۱۷ (لیندۍ ۲۶) ژمنه وکړه چې د اوکراین په وړاندې د روسیې د اقدام په وړاندې به د خپل ټول اقتصادي او دپلوماتیک زور څخه کار واخلي.

ښاغلي جانسن دغه څرګندونې د اوکراین د ولسمشر ولادیمر زیلینسکي او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ځانګړو ټیلیفوني خبرو وروسته وکړې.

هغه همداشان زیاته کړه چې د اوکراین سره په پوله د روسیې د پوځونو ځای پر ځای کیدل "په ژوره توګه د اندیښنې وړ" دي.

ددغو موافقو د مسودې خپرول چې په نړیواله دپلوماسۍ کې یو غیر معمول اقدام دی پداسې حال کې کیږي چې د اوکراین په ختیځ کې د حالاتو په اړه د لویدیځ او روسیې اړیکې خړې پړې شوې دي.

لویدیځ هیوادونه تور لګوي چې روسیه پر اوکراین باندې د برید لپاره تیاری نیسي او په همدې خاطر یې خپل شاوخوا ۱۰۰زره ځواکونه د دې هیواد سره په پوله ځای پر ځای کړي دي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین، ددغو تورونو په ردولو سره ناتو د کړکیچ په زیاتولو تورنه کړې ده او په ختیځه اروپا کې ددې تړون د نه پراخیدو د حقوقي ضمانت لټه یې کړې ده.

ددغو وړاندیزونو په اساس مسکو او متحدین یې باید په توره بحیره او بالتیک کې د پیښو د رامنځته کیدو مخنیوی وکړي او د تیلیفوني تماس یو عاجل لین هم باید جوړ شي.

دغه وړاندیزونه همداشان د ناټو له لورې د میزایلو د لیږدولو د محدودولو غوښتنه هم کړې او له امریکا څخه یې غوښتي چې په ناټو تړون کې د پخواني شوروي اتحاد د غړو هیوادونو د غړیتوب مخنیوی وکړي.

پدې سند کې راغلي چې متحده ایالات باید د پخواني شوروي اتحاد په هیوادونو کې د اډو په نه جوړولو توافق وکړي.

غربي هیوادونو ویلي چې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل په صورت کې به پر دې هیواد باندې له نورو سره په همږغۍ بندیزونه ولګوي.

XS
SM
MD
LG