د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د امنیتي وړاندیزونو په هکله د امریکا څخه سمدستي ځواب غوښتی    


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګی ریابکوف
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګی ریابکوف

روسیې د خپلو پراخو امنیتي وړاندیزونو په اړه د متحده ایالاتو څخه سمدستي ځواب غوښتی او خبرداری یې ورکړی چې که د خپلې اندیښنې په هکله سیاسي اقدامات ونه ویني، ښایي پوځي غبرګون ته لاس کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګيریابکوف، د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۲۰ (لیندۍ ۲۹) وویل مسکو تر اوسه د متحده ایالاتو له لورې هیڅ ځواب ندی ترلاسه کړی.

هغه زیاته کړه: "زه فکر کوم هغوی به هڅه وکړي چې دغه بهیر په یو ورو بهیر بدل کړي، خو مونږ اړتیا لرو چې [بهیر] بیړنی وي، ځکه وضعیت ډیر ستونزمن دی، شدید دی او ښایي نور هم پیچلی شي."

مسکو د اوکراین په پوله د خپلو ځواکونو په زیاتولو سره د لویدیځې نړۍ اندیښنه زیاته کړې، تیره اونۍ یې د ناټو او متحده ایالاتو په عنوان امنیتي وړاندیزونه خپاره کړل، او د واشنګټن سره یې د سمدستي مذاکراتو غوښتنه وکړه.

پدغو وړاندیزونو کې روسیه وایي ددې هیواد د امنیت لپاره خورا مهم دي چې ناټو بل کوم هیواد ته د غړیتوب اجازه ورنکړي او امریکا باید موافقه وکړي چې د پخواني شوروي اتحاد په هیوادونو کې هیڅ ډول نوې اډه جوړه نشي.

واشنګټن ویلي چې د روسیې یو لړ غوښتنې په څرګنده د منلو وړ ندي، خومتحده ایالات به په راتلونکو اونیو کې په خپلو وړاندیزونو سره ځواب ووایي.

پدې ترڅ کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار ویلي چې متحده ایالات تیار دي چې د روسیې د امنیتي غوښتنو په اړه مسکو سره خبرې وکړي، خو امریکا به هم خپلې اندیښنې وړاندې کړي.

جیک سولیوان زیاته کړه چې د متحده ایالاتو او د ناټو متحدینو دریځ څرګند دی او ټول له روسیې سره مذاکرې ته تیار دي.

په ویانا کې میشت روسی دپلومات کنستانتین ګاوریلوف، وایي چې د مسکو او د ناټو تړون ترمنځ اړیکې "د حقیقت شیبې ته" رسیدلي دي.

د RIA خبري اژانس د ښاغلي ګاوریلوف له خولې ویلي دي: "مذاکرات باید جدي وي او د ځواک او توان سربیره باید د ناټو ټول غړي په بشپړه توګه ښه پوهیږي چې باید ټینګ سیاسي اقدامات وشي، پرته له هغې به د روسیې پوځي-تخنیکي او پوځي ځواب د هغه ځای ونیسي. "

ددغو وړاندیزونو د مسودې خپریدل چې په نړیواله دپلوماسۍ کې یو غیر معمول کار دی پداسې حال کې کیږي چې د اوکراین په ختیځ کې د رامنځته شوي کړکیچ پر سر د لویدیځ او روسیې اړیکې ډیرې خړې پړې شوې دي.

لویدیځ هیوادونه تور لګوي چې روسیه پر اوکراین باندې د برید لپاره تیاری نیسي او په همدې خاطر یې خپل شاوخوا ۱۰۰زره ځواکونه د دې هیواد سره په پوله ځای پر ځای کړي دي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین، ددغو تورونو په ردولو سره ناتو د کړکیچ په زیاتولو تورنه کړې ده او په ختیځه اروپا کې ددې تړون د نه پراخیدو د حقوقي ضمانت لټه یې کړې ده.

ددغو وړاندیزونو په اساس مسکو او متحدین یې باید په توره بحیره او بالتیک کې د پیښو د رامنځته کیدو مخنیوی وکړي او د تیلیفوني تماس یو عاجل لین هم باید جوړ شي.

دغه وړاندیزونه همداشان د ناټو له لورې د میزایلو د لیږدولو د محدودولو غوښتنه هم کړې او له امریکا څخه یې غوښتي چې په ناټو تړون کې د پخواني شوروي اتحاد د غړو هیوادونو د غړیتوب مخنیوی وکړي.

پدې سند کې راغلي چې متحده ایالات باید د پخواني شوروي اتحاد په هیوادونو کې د اډو په نه جوړولو توافق وکړي.

غربي هیوادونو ویلي چې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل په صورت کې به پر دې هیواد باندې له نورو سره په همږغۍ بندیزونه ولګوي.

XS
SM
MD
LG