د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په مالي کې د ګڼ شمیر خلکو د وژل کیدو راپورنه ځورونکي وبلل


د مالي پوځ وایي د هیواد په مرکزي برخې کې په یو کلي کې یې تر ۲ سوو ډیر اسلامپالي وسله وال وژلي دي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دومره ډیر شمیر د خلکو د وژل کیدو راپورونه "ځورونکي" بللی.

د وزارت ویاند نیډ پرایس یکشنبې اپریل ۳ (وري۱۴) په یوې اعلامیې کې پدې هکله ضد او نقیض راپورنه شته چې دا څنګه کسان چا وژلي دي.

په اعلامیې کې ویل شوي، "مونږ اندیښنه لرو چې دا کسان ښایي د وګنر ډلې وژلي وي چې مرکز یې په کرملین کې دی. داسې ادعاوې هم و چې د مالي وسله والو ځواکونو په سخت دریزو ډلو برید کړی".

د غربي هیوادونو او مالي اړیکې د فبروري په میاشت کې وروسته تر هغې خرابې شوې چې د هغه هیواد پوځ دیموکراتیک انتخابات وځنډول او هم یې د وګنر ګروپ په نامه د روسیې د شخصي نظامي قراردادیانو سره همکاري وکړله.

په واشنګټن کې د روسیې د سفارت چارواکو پدې هکله د تبصرې کولو نه ډډه کړې چې ګواکې پدې برید کې د وګنر ګروپ لاس درلود.

اروپایي اتحادیې د وګنر په ګروپ بندیزونه لګولي او دا تور یې پرې لګولی چې د کرملین په استازیتوب مخفي عملیات کوي.

خو د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین وایي چې د ډله د روسیې د دولت په استازیتوب عملیات نکوي بلکې د شخصي نظامي قراردادیادنو یوه ډله ده او که چیرته د روسیې د قانون څخه سرغړاونه ونکړي، د نړۍ په هرې برخې کې فعالیت کولی شي.

XS
SM
MD
LG