د لاس رسي وړ اتصالات

اروپایي ټولنه د طالبانو د ځواب په ځنډیدو اندیښنه نلري


کابل جون ٦، ٢٠١٧ - د افغانستان په اړه د اروپایي ټولنې او د ملگرو ملتونو د سفیرانو غونډه
کابل جون ٦، ٢٠١٧ - د افغانستان په اړه د اروپایي ټولنې او د ملگرو ملتونو د سفیرانو غونډه

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر پیر مایودن وايي، د ولسمشر غني د سولې پلان ته د طالبانو ځواب ځنډیدلی دی خو رد کړی نه دی.

د اروپایي ټولنې استازې نن په کابل کې په یوې غونډې کې وویل چې طالبان د ځواب په اړه په خپل منځ کې بحثونو کوي.

بل لور ته د سولې عالي شورا وايي چې د طالبانو په مشرۍ کې د سولې په تړاو بحثونه روان دي او ژر به مثبت ځواب ووايي.

د کابل سیرینا ډیالوګ – په دوهمه کلنۍ غونډه کې د اروپايي ټولنې سفیر پیر مایودن د امریکا غږ پوښتنې ته په ځواب کې وویل چې اروپايي ټولنه د ولسمشر غني د سولې پلان ته د طالبانو لخوا د ځواب په ځنډیدلو اندیښنه نلري.

ولسمشر محمد اشرف غني د فبرورۍ په میاشت کې طالبانو ته د سولې وړاندیز وکړ او له هغه وخت نه تر اوسه طالبانو کوم ځواب ندی ویلی. د سولې عالي شورا د مثبت ځواب په تمه ده.

ددې شورا د اجرائيه پلاوي غړی عبدالحکیم مجاهد وویل چې طالبان به ژر مثبت ځواب ووايي.

د کابل سیرینا ډیالوګ پدې کنفرانس کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ګل اغا شیرزي وویل یوه جرګه جوړوي او د جرګې له لارې به طالبانو سره د روغې جوړې هڅې پرمخ بوځي.

د کابل سیرینا د ډيالوګ پدې ناسته کې ویناوالو وویل چې د افغانستان کلتور د تحمل او د زغم کلتور دی خو د جګړو له امله دا کلتور په ډېر غلط ډول استعمال شوی دی.

په دې ډيالوګ کې مدني فعالانو، د ښځو د حقوقو مدافعینو او د سولې د اړوندو ټولنو غړو برخه اخېستې وه.

XS
SM
MD
LG