د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او اوکراین جګپوړو نظامي چارواکو پولنډ کې وکتل


د امریکا د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال مارك میلي
د امریکا د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال مارك میلي

د متحدو ایالتونو د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي د سه شنبې په ورځ جنوري ۱۷ (مرغومي ۲۷) د لومړي ځل لپاره په پولنډ کې د اوکراین له لوی درستیز والیري زالوژني سره وکتل.

دا لومړی ځل و چې د امریکا لوی درستیز د اوکراین له دغه جګپوړي نظامي چارواکي سره مخامخ ولیدل. دوو نظامي‌ مشرانو د پولنډ په سهیل کې د اوکراین پولې ته نږدې په یو نظامي مرکز کې د دوو ساعتونو لپاره خبري وکړې.

که څه هم دغو چارواکو تر دې مخکې مخامخ ملاقات نه و کړی خو د ۲۰۲۲ کال د فبروري په ۲۴ نیټه پر اوکراین د روسیې د برید راهیسې یې خبري کړي دي.

دغو چارواکو په داسې حال کې ملاقات وکړ چې امریکا او غربي هیوادونه پر اوکراین د روسیې د هوایي بریدونو د مخنیوي په هدف کیف ته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت وسلې او تجهیزات ورکوي.

له اوکراین سره د غربي هیوادونو مرستې ددې لامل شوې چې د هغه هیواد په شرقي برخو کې جګړه داسې یو حالت ته ورسیږي چې هیڅ لوری د سیمې پوره کنټرول ترلاسه نکړي.

امریکا که څه هم څرګنده کړې چې د اوکرایني ځواکونو د مرستې په هدف هغه هیواد ته خپل سرتیري نه استوي خو په دې جګړه کې په ستراتیژیک شکل ګډون لري.

واشنګټن څه وخت مخکې اوکراین ته د پټریټ هوایي دفاعي سیستم د استولو او د امریکا په یو نظامي مرکز کې د هغه هیواد پوځیانو ته ددې سیستم د کارولو او پاللو د روزنې سره موافقه وکړه.

ټاکل شوېده د امریکا او د متحدو هیوادونو لوی درستیزان د چهار شنبې او پنجشنبې په ورځو په بروکسل کې غونډه وکړي او وروسته به د اوکراین د تماس ډله د پنجشنبې او جمعې په ورځو د جرمني د رامسټین په هوایي مرکز کې سره راغونډ شي.

په دې ډله کې د امریکا د دفاع وزیر لویډ آسټن په ګډون د ۵۰ هیوادونو جګپوړي چارواکي شامل دي کوم چې له اوکراین سره د نظامي مرستو د همغږي کیدو په برخه کې کار کوي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي د دوشنبې په ماښام په خپله ماښامنۍ وینا کې ددغه هیواد په دنیپرو ښار باندې د روسیې بریدونو ته په اشارې، له اوکراین سره د وسلو د لیږد په برخه کې د عاجلو او همغږو پریکړه اړتیا په ګوته کړه.

د اوکراین یو جګپوړي چارواکي ویلي پر اوکراین د روسیې د برید له پیل څخه تر اوسه پورې د ۴۵۳ ماشومانو په ګډون څه باندې ۹۰۰۰ ملکي کسان وژل شوي دي.

بلخوا ملګرو ملتونود بشري حقونو ادارې بیا ویلي چې په دې جګړه کې څه باندې ۷۰۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG