د لاس رسي وړ اتصالات

کرملین: که لویدیځ اوکراین ته لېرې واټن وېشتونکي توغندي ورکړي، وضعیت نور هم خرابېږي 


دکرملین ویاند
دکرملین ویاند

مسکو خبرداری ورکړی که لویدیځ کیف ته لېرې واټن وېشتونکي توغندي، چې روسیه پرې وېشتل کېدای شي، ورکړي، جګړه به نوره هم شدیده شي.

د روسیې د جمهوري‌ ریاست ویاند دمتري پسکوف نن پنجشنبه جنوري ۱۹ (مرغومې۲۹) خبریالانو ته وویل: «په بالقوه توګه، دا به بیخي زیات خطرناک وي، په دې مانا چې، جګړه به بیخي یوې نوې مرحلې ته داخله کړي چې د نړۍ او پان-اروپا د امنیت له نظره به ښه نه وي.»

مسکو داسې مهال دا خبرداری ورکوي چې لویدیځ هېوادونه غواړي اوکراین ته نورې قوې وسلي ورکړې او کلیدي مرسته کوونکي د یوې بلې غونډې په درشل کې دي.

ټاکل شوې چې متحده ایالتونه به د جمعې په ورځ په جرمني کې د «رامستین هوايي اډې» کې له خپلو ایتلافیانو سره د خبرو په یوې بلې مرحلې کې د اوکراین د پوځ په ملاتړ وغږېږي.

تر دې مخکې د امریکا په متحدو ایالتونو کې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف ویلي که اوکراین په روسیې او د کریمیه په جلا کړل شوې ټاپو وزمې باندې د لویدیځ له لوري ورکړل شوې وسلې وکارولې، مسکو به یې غچ واخلي.

د روسیې مخکني ولسمشر دمتري مدویدوف هم خبرداری ورکړی چې د لویدیځ له لوري اوکراین ته د وسلو ورکول د «اتومي جګړې» لامل کېدای شي.

روسیې تېرکال په اوکراین یرغل پیل کړ، امریکا او متحدینو یې دا برید وغنده او له اوکراین سره بشري او پوځي مرسته کوي‌ چې د روسیې په ضد دا جګړه وګټي.

XS
SM
MD
LG