د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: غزې کې په اوربند موافقه لا هم امکان لري


ښاغلي بلینکن چې د کانګرس په استماعیه غونډې کې یې د وکیلانو پوښتنو ته ځوابونه ورکول، وینا یې څو ځله د هغو اعتراض کوونکوا لخوا ګډوډه شوه چې د اسرائیل سره د متحده ایالاتو په ملاتړ کولو انتقاد کوي.
ښاغلي بلینکن چې د کانګرس په استماعیه غونډې کې یې د وکیلانو پوښتنو ته ځوابونه ورکول، وینا یې څو ځله د هغو اعتراض کوونکوا لخوا ګډوډه شوه چې د اسرائیل سره د متحده ایالاتو په ملاتړ کولو انتقاد کوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن سه شنبه، مې ۲۱ (غبرګولي لومړۍ) وویل چې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ په اوربند موافقه لا هم امکان لري، خو زیاته یې کړه چې د نړیوالې جنایي محکمې لخوا د اسرائیلي مشرانو نیول کیدو لپاره د حکمونو ورکول دیپلوماتیکو هلو ځلو ته خنډ پیدا کوي.

ښاغلي بلینکن چې د کانګرس په استماعیه غونډې کې یې د وکیلانو پوښتنو ته ځوابونه ورکول، وینا یې څو ځله د هغو اعتراض کوونکوا لخوا ګډوډه شوه چې د اسرائیل سره د متحده ایالاتو په ملاتړ کولو انتقاد کوي.

یو شمیر اعتراض کوونکي چې د متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزیر ته یې په غونډې کې د "جنګي جنایت کوونکي" خطاب وکړ، له غونډې وایستل شول خو ځینې نور مظاهره کوونکو چې لاسونو ته یې سور رنګ ورکړی و، د ښاغلي بلینکن تر شا ناست و.

د بهرنیو چارو وزیر په غزې کې د حماس – اسرائیل تر منځ د موقتي اوربند او د حماس ډلې لخوا د برمته شویو کسانو خوشې کیدو لپاره د مصر او قطر هلې ځلې وستایلې.

خو د متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو ادارې (سي آی اې) مشر بیل برنز چې پدې خبرو کې یې د امریکا په استازیتوب برخه اخیستې وه، ۱۰ ورځې وړاندې تش لاس هیواد ته راستون شو.

ښاغلي بلینکن د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ ته وویل چې په غزې کې د اوربند په هکله څو ځله موافقې ته "نږدې شوو" او زیاته یې کړه چې موافقه لا هم امکان لري.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د نړیوالې جنایي محکمې د څارنوال پریکړه چې د حماس او اسرائیل د مشرانو نیولو پریکړه یې کړې "شرمناکه" او "بې حده غلطه" وبلله.

بلینکن دې پریکړې ته په اشارې سره وویل: " زه فکر کوم دا یوازې د موافقې لپاره امکانات پیچلي کوي."

مظاهره کوونکو څو ځله د بهرنیو چارو د وزیر خبرو جریان ګډوډ کړ.
مظاهره کوونکو څو ځله د بهرنیو چارو د وزیر خبرو جریان ګډوډ کړ.

د نړیوالې جنایي محکمې څارنوال، کریم خان د همدې تیره ورځ د اسرائیل د صدراعظم بینامین نتنیاهو په ګډون د اسرائیل او حماس د ډلې د یو شمېر لوړ پوړیو مشرانو د نیولو غوښتنه کړې ده.

د دغې محکمې مشر څارنوال کریم خان وویل چې د دغو کسانو په اړه یې پرېکړه د اسرائیل-حماس ترمنځ د روانې جګړې له کبله کړې ده.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس دا پریکړه " قهر پاروونکې" وبلله.

د دې پریکړې څخه وروسته د متحده ایالاتو د کانګرس یو شمیر غړیو د ښاغلي بایډن څخه د جنایي جرمونو نړیوالې محکمې پر ضد د اقدام کولو غوښتنه وکړله.

د امریکا مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د دې محکمې په یو بل څارنوال بندیزونه لګولي، خو د بایډن حکومت دا پریکړه بدله کړله.

د بهرنیو چارو وزیر د نړیوالې جنایي محکمې په څارنوال د بندیزونو ژمنه ونکړله خو دومره یې وویل چې د متحده ایالاتو حکومت پدې محکمې د مناسب ځواب ویلو باندې غور کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG