د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سنا مجلس د ټرمپ د محاکمې طرزالعمل تائید کړ


د امریکا د استازو مجلس ټرمپ په دوو مواردو تورن کړی دی
د امریکا د استازو مجلس ټرمپ په دوو مواردو تورن کړی دی

د امریکا په سنا مجلس کې د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د محاکمې په لومړۍ ورځ ، جمهوري غوښتونکو سناتورانو ددغه بهیر طرزالعمل تائید کړ او د شاهدانو د حاضریدو په اړه یې د دیموکراتو سناتورانو وړاندیز رد کړ.

د جمهور رئیس ټرمپ د محاکمې بهیر پرون پیل شو. ټرمپ د کانګرس د استازو مجلس له خوا له واک څخه په ناوړه استفاده او د کانګرس د کار په مخنیوي تورن شوی دی.

دیموکراتان غواړي شواهد راټول کړي چې آیا جمهور رئیس ټرمپ د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې د بهرنۍ مداخلې په هدف د کانګرس منظور شوې مرسته د فشار په توګه کارولې که نه.

خو جمهوري غوښتونکو سناتورانو د سه شنبې په ورځ د ( جنوري ۲۱ مه ) د دیموکراتانو دا غوښتنه رد کړه او ویې ویل په ۱۹۹۹ کال کې د بیل کلنټن استیضاح باید لارښود په توګه تعقیب شي.

په سنا کې د جمهور رئیس ټرمپ د محاکمې له پیل وړاندې، جمهوري غوښتونکو سناتورانو د یوه طرزالعمل په جوړولو سره ، د دعوا دواړو لورو ته دوه ورځې وخت ورکړی وو چې استدلال وکړي او خپل اسناد او شواهد سنا مجلس ته وړاندې کړي.

هره ورځ یې ۱۲ ساعتو سره برابره وه چې په مجموع کې ۲۴ ساعته کیدل. خو په تائید شوې نسخه کې دا ۲۴ ساعته په دریو ورځو ویشل شوي چې هر ورځ یې اته ساعته وخت ټاکل شوی او دا بهیر نن چهار شنبې د ( جنوري ۲۲ مه ) پیلیږي.

دا درجه بندي د دیموکراتانو د فشار رامنځ ته شوېده او که څه هم په دې طرزالعمل کې مجلس ته شاهدان نه حاضریږي ، خو سنا مجلس دا صلاحیت لري چې د محکمې په جریان کې د ضرورت پر اساس، په ۵۱ موافقو رایو سره شاهد او یا هم شاهدان مجلس ته راوغواړي.

XS
SM
MD
LG