د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سنا: د ټرمپ محاکمه د اساسي قانون مطابق ده


د امریکا د متحده ایالاتو سنا
د امریکا د متحده ایالاتو سنا

د پخواني جمهور رئیس دونالد ټرمپ د استیضاح د محاکمې د بهیر په لوړیو ساعتونو کې د امریکا د سنا غړو پدې هکله چې دغه محاکمه د اساسي قانون سره مطابقت لري او که نه رای ورکړې.

د برحاله جمهور رئیس محاکمه د امریکا د متحده ایالاتو په اساسي قانون کې په صراحت ذکر شوې، خو دا لومړی ځل دی چې یو پخوانی جمهور رئیس د سنا په مجلس کې محاکه کیږي او دا ددې سبب شول چې لومړی سناتوران ددې موضوع د قانوني والي په اړه رای واچوي.

د امریکا د سنا په غونډه کې چې د فبرورۍ په نهمه (سلواغې ۲۱) د غرمې وروسته په ۱:۰۰ پیل او د مازدیګر تر ۵:۱۰ پورې روانه وه د سنا د ۱۰۰ غړو څخه ۵۶ غړو د ښاغلي ټرمپ د محاکمه کیدو په ملاتړ رایه ورکړه.

پدې خاطر چې په سنا کې د ښاغلي ټرمپ ګوندي ملګري جمهوري غوښتونکي ۵۰ څوکۍ لري، شپږ جمهوري غوښتونکي سناتوران د ۵۰ دکوکراتو سناتورانو سره یو ځای د ښاغلي ټرمپ د محاکمه کیدو په پلوۍ رایه ورکړه.

د غونډي په پیل کې د امریکا د کانګرس د استازو د مجلس څو غړو چې د دونالد ټرمپ د استیضاح د محاکمې مدیران دي د ښاغلي ټرمپ د محاکمه کیدو لپاره دلیلونه وړاندې کړل.

دموکراتو وکیلانو استدلال وکړ چې د جنورۍ په شپږمه کله چې کانګرس هڅه کوله د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو نتیجې چې جو بایډن په کې بریالی اعلان شوی و تائید کړي، ښاغلي ټرمپ په هماغه شیبه کې خپلو پلویانو ته په وینا کې هغوی "د کانګرس پر مقر باندې یرغل ته" هڅولي وو.

د امریکا د استازو د مجلس غړي جیمي راسکن، چې د سه شنبې په غونډه کې یې د څارنوال رول لوباوه ټینګار وکړ چې جمهور رئیس ټرمپ حتی د واک نه له لرې کیدو وروسته هم مسول کڼل کیږي. هغه د دونالډ ټرمپ د محاکمه کیدو نه ډډه کول "خطرناک بدعت" وګاڼه.

هغه استدلال وکړ چې که دا کار ونشي راتلونکي جمهور رئیسانو دا انګیزه ورکول کیږي چې پر واک باندې د پاته کیدو لپاره "د تاوتریخوالي په ګډون هر کار چې وغواړي" هغه تر سره کولای شي.

حو د ښاغلي ټرمپ حقوقي ډلې پدې باندې په ټینګار سره چې ښاغلی ټرمپ نور جمهور رئیس ندی د هغه محاکمه "خندنۍ او د اساسي قانون خلاف" وګڼله.

د ښاغلي ټرمپ یو مدافع وکیل ډیفیډ شوین، دستدلال وکړ چې د محاکمې لپاره د دموکراتانو هڅه د ښاغلي ټرمپ څخه د هغوی له "کرکې" نه سرچینه اخلي چې په وینا یې دا د امریکا متحده ایالاتو ته د زیان سبب کیږي.

اوس په راتلونکو غونډو کې چې د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۰ له غرمې وروسته ترسره کیږي د امریکا د کانګرس دموکراتان او جمهوري غوښتونکي هره یوه ډله ۱۶ ساعته وخت لري د دونالډ ټرمپ د محاکمه کیدو په اړه خپل دلیلونه وړاندې کړي.

د استیضاح د محاکمې په سند کې چې د استازو د مجلس موکراتانو له خوا سنا ته استول شوی ښاغلی ټرمپ په کې " د امریکا د متحده ایالتو د کانګرس په ماڼۍ باندې د سرسختو بلواګر په هڅونه" تورن شوی دی.

دا چې د استیضاح د محاکمې نتیجه به څه وي، خو دونالډ ټرمپ د امریکا د متحده ایالاتو د څه دپاسه ۲۰۰ کالو په تاریخ کې د امریکا یواځنی جمهور رئیس دی چې د جمهوري ریاست په یوه دوره کې دوه ځلې استیضاح کیږي.

تمه کیږي چې په سنا کې د ښاغلي ټرمپ د محاکمې بهیر ښایي یوه اونۍ وخت ونیسي.

XS
SM
MD
LG