د لاس رسي وړ اتصالات

د چین له انتقاد سره سره یوه امریکايي سناتوره تایون ته تللې


سناتوره مارشا بلکبورن په تایوان کې
سناتوره مارشا بلکبورن په تایوان کې

د امریکا د متحدو ایالتونو د سنا د سوداګرۍ او وسلو د کمېټې یوه غړې د پنجشنبې په ورځ اګست ۲۵ (سنبله۳) تایوان ته رسېدلې ده. دا په داسې حال کې ده چې چین تایوان ته د امریکايي استازو د سفرونو له کبله پارېدلی دی.

دا تایوان ته په روانې میاشت کې د امریکايي مقاماتو درېیم سفر دی.

سناتوره مارشا بلکبورن د امریکا په یوې پوځي الوتکې کې د تایوان مرکز تایپي ته ورسېدله. د تلویزون ژوندۍ خپرونه کې ښودل کېده چې میرمن بلکبورن د «سنګشن» په هوايي‌ ډګر کې ښکته شوه.

نوموړې په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي: «تایوان د هند د ارام سمندر په سیمه کې زموږ غښتلی ملګری دی. تایپي ته د د لوړې کچې سفرونه د امریکا د متحدو ایالتونو اوږد مهاله پالیسي‌ ده.»

د تایوان د بهرنیو چارو وزارت ویلي‌ دي چې میرمن بلکبورن به د جمعې په ورځ له ولسمشر تسای اینګ ون سره ویني.

اعلامیه وايي: «دواړه خواوې به د تایوان-امریکا ترمنځ د امنیتي،‌اقتصادي‌ او سوداګرۍ په برخو کې نظرونه تبادله وکړي.»

دغه وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي چې د میرمن بلکبورن سفر به د شنبې په ورځ پای ته ورسېږي.

چین تایوان ته د امریکايي استازو په سفرونو پارېدلی دی. چین دا سیمه خپل قلمرو ګڼي. په واشنګټن ډي سي کې د چین سفارت ویاند لیو پینګو وویل چې هېواد به یې «د امریکا د دغو پاروونکو اقداماتو» په اړه «قاطع او متقابل اقدامات» کوي. خو په دې اړه یې ډېر وضاحت ورنکړل.

لیو په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي چې دغه سفر یو « ځل بیا ثابته کړه چې امریکا نغواړي د تایوان د تنګي په اوږدو کې ثبات وویني او د دواړو خواو د تقابل او د چین په داخلي چارو کې د لاسوهنې په اړه یې دریغ نه دی کړی. »

د سناتورې مارشال بلکبورن تر سفر مخکې د امریکا د انډیانا والي او د استازو د خونې مشره نانسي پلوسي هم تایوان ته سفر کړی و چې د چین غبرګون یې پارولی و. امریکا د تایوان رسمیت نه پېژني خو وايي چې له ځان څخه د دفاع په اړه به ورسره مرسته کوي.

تایوان او چین په ۱۹۴۹ کال کې د یوې کورنۍ جګړې څخه وروسته جلا شول، په دغې جګړې کې وطنپاله ځواکونه مات شول او تایوان ته وتښتېدل چې وروسته یې بیا حکومت جوړ کړ او په یوه متحرکه دموکراسۍ بدل شو.

XS
SM
MD
LG