د لاس رسي وړ اتصالات

ګراهم: ټرمپ دا اونۍ له افغانستان نه د عسکرو کمول اعلانوي


په کابل کې د جمهور رئیس غني او امریکایي سناتور گرام لیدنه
په کابل کې د جمهور رئیس غني او امریکایي سناتور گرام لیدنه

د متحدو ایالتونو د سنا یو لوړپوړي غړي لندسي گراهم د دوشنبې په ورځ (دسمبر۱۶) په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره ولیدل.

ښاغلي گراهم ویلي دي چې ټاکل شوې ولسمشر ټرمپ په همدې اونۍ کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د شمېر د کمولو اعلان وکړي او د دغو سرتېرو وتل به کال (۲۰۲۰) پیل شي.

دا مهال شاوخوا ۱۲۰۰۰ امریکایي سرتېري په افغانستان کې دیره دي چې افغان ځواکونه روزوي، تجهیزوي او سلا مشورې ورکوي. په پام کې ده چې دا شمېره ۸۶۰۰ ته راښکته شي.

خو ښاغلي ګراهم له افغانستان څخه د ټولو امریکایي سرتېرو د وتلو سره مخالفت کړی دی. اسوشیتدپرس د هغه له خولې لیکلي دي چې امریکايي ځواکونه وتل باید د افغانستان د حالاتو سره سم وشي.

په همدې حال کې ارګ وایي چې ولسمشر غني له هغه سره په روانو حالاتو، طالبانو سره د سولې په خبرو او له افغانستان څخه د باندې د وسله والو طالبانو د پټنځایونو په اړه غږېدلی دی.

د ارګ اعلامیه وایي چې دوی د دوشنبې په ماښام په ارګ کې لیدلي دي. ولسمشر غني ویلي دي چې دا مهال په افغانستان کې ۹۰سلنه نظامي عملیات افغان ځواکونه کوي او ښاغلي گراهم د افغان ځواکونو وړتیا ستایلې ده.

ولسمشر ټرمپ داسې مهال له افغانستان څخه د ځواکونو د کمولو خبره کوي چې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره بیا خبرې پيل کړي دي. دا خبرې ولسمشر ټرمپ ځنډولې وې.

لیندسي گراهم کابل ته تر تګ وړاندې په اسلام اباد کې د پاکستان له صدراعظم او نورو لوړ پوړیو چاروکو سره هم لیدلي او د افغانستان د سولې او روانو حالاتو په اړه ورسره خبرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG