د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد دوحه کې د سولې خبرو تر ځنډېدو وروسته پاکستان ته تللی


په دوحه کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرو کې د لنډې وقفې تر رامنځته کېدو وروسته د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پاکستان ته تللی دی.

د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې دغه لنډه وقفه پداسې حال کې رامنځ ته شوې چې طالبانو د چهارشنبې په ورځ د بگرام هوایي ډگر ته نژدې د یو روغتون په ودانۍ کې د موټر بمي او وسله وال برید پړه منلې ده. پدغه برید کې دوه تنه وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي. د پیښې قرباینان ټول ملکي وگړي دي.

ښاغلي خلیلزاد ددغه برید په تړاو نن په خپل ټویټر لیکلي دي چې د طالبانو سره په خبرو کې یې پدې وجه سخته غوسه څرگنده کړې ده:

پاکستان ته د ښاغلي خلیلزاد د تگ په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د «لیندۍ پر ۲۲مه» په یوې اعلامیې کې ویلي، چې زلمي خلیلزاد نن جمعه په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره کتلي دي.

بیان وايي، چې دواړو لورو په افغاستان او سیمه کې د سولې او ثبات پر مسئلو باندې خبرې کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپاره کړي بیان کې شاه محمود قریشي له قوله ویلي: "له لومړۍ ورځې څخه د پاکستان دریځ داوو چې په زور باندې د افغانستان مسئله نشي حل کېدای، له همدې امله مو د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو ژر پیلېدو غوښتنه کوله.په سیمه کې امن تلپاتي ثبات په افغانستان کې سولې پوري تړلی دی."

نوموړي ویلي، چې پاکستان د یو ګډ مسؤلیت له مخې د افغانستان په سوله کې له اخلاص نه همکاري کوي.

اعلامیه وايي، چې زلمي خلیلزاد شاه محمود قریشي ته په دوحه کې له طالبانو سره د روانې اونۍ د مذاکراتو په اړه هم معلومات ورکړل.

د بیان له‌مخې زلمي خلیلزاد د افغان سولې په برخه کې د پاکستان له همکارۍ نه مننه کړې ده.

زلمي خلیلزاد د یادې وقفې په اړه پر خپل ټوېټر لیکلي:"هغه په خبرو کې د راغلې وقفې په اړه ویلي:"موږ یوه لنډه دمه اخلو چې هغوی «طالبان» پر دغې مهمې موضوع له خپل مشرتابه سره وغږیږي."

معلومه نه ده، چې د سولې دغه خبرې به بېرته کله پیل شي.

XS
SM
MD
LG