د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په افغانستان د ناکامیو د څیړنې لپاره کمیسیون جوړوي


د متحده ایالتونو کانګرس د چهار شنبې په ورځ ډسمبر ۱۵ (لیندۍ ۲۴) د داسې یوه کمېسیون جوړیدو ته رایه ورکړه چې په افغانستان کې د امریکا د شل کلنې جګړې د ناکامیو په اړه څیړنې وکړي. هغه جګړه چې په پای کې طالبان یو ځل بیا په افغانستان واکمن شول.

دا کمیسیون د امریکا د ۷۶۸ میلیارد ډالرو د کلنۍ دفاعي‌ بودیجې یوه برخه ده چې د سنا مجلس د ۸۹ مثبتو او ۱۰ منفي رایو سره تائید کړه. یاده بودیجه تیره اوونۍ په پراخ ملاتړ سره د استازو د مجلس له خوا هم تصویب شوې وه.

د فرانسې خبري آژانس خبر ورکړی چې یاد کمیسیون به د امریکا د دواړو لویو ګوندونو څخه په مشترک ډول ۱۶ غړي ولري. دې کمیسیون ته ضرب الاجل ورکړل شوی چې خپل لومړنی راپور د یوه کال او وروستی راپور د دریو کلونو په شاوخوا کې وړاندې کړي.

په طرحه کې ویل شوي: " کمیسیون باید په افغانستان کې د جګړې پراخه ارزونه وکړي او د مشخصو ضرب الاجلونو او د سرتېرو د شمیر د زیاتوالي او کموالي د تاثیراتو په ګډون د تخنیکي ‌او ستراتیژیکو زده کړو په اساس د راتلونکو عملیاتونو لپاره سپارښتنې ورکړي."

د امریکا پخواني جمهور رئیس بارک اوباما په ۲۰۰۹ کال کې د ټاکنو له ګټلو وروسته په لسګونه زره سرتیري افغانستان ته واستول خو وروسته یې ګڼ شمیر بیرته و ایستل.

له اوباما وروسته د ډونالډ ټرمپ حکومت له طالبانو سره پر یوه قرار داد لاسلیک کړ چې له مخې یې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو مهال ویش د ۲۰۲۱ کال د مې میاشت وټاکل شوه، خو وروستی امریکایي سرتیری د اګست میاشتې په ۳۰ نیټه له افغانستان څخه ووت.

کمیسیون به همدارنګه د پخواني جمهور رئیس جورج ډبیلیو بوش له خوا د جګړې د پیل او له ۲۰۰۱ کال مخې د افغانستان په اړه د امریکا د پالیسۍ په اه هم څیړنې وکړي.

امریکا په ۲۰۰۱ کې په نیویارک کې په تجارتي‌مرکزونو باندې او دفاع وزارت باندې د القاعده ډلې له بریدونو وروسته په افغانستان کې د طالبانو نظام نسکور کړ. هلته بیا جمهوري نظام جوړ شو چې شاوخوا شل کاله یې دوام کړ، خو دا نظام د روان کال د اګست په ۱۵ نېټه نسکور او طالبان بیا واکمن شول.

په دغې شل کلنې جکړې کې د امریکا څه باندې ۲۴۰۰ سرتېري وژل شوي او زرګونه نور ژوبل شوي دي. همدغه راز لسګونه زره افغان سرتېري‌ او ولسي خلک هم وژل شوي او ژوبل شوي‌ دي. او د طالب جنګیالیو تلفات هم ډېر یادیږي.

XS
SM
MD
LG