د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: طالبان بلل شوي‌ وو چې کابل ته ننوځي 


د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي چې طالبانو کابل نیولی نه دی بلکې بلل شوي‌ وو چې «ښاریان وژغورل شي او د ګډوډیو او لوټ تالان» مخه ونیول شي.

پخواني‌ ولسمشر حامد کرزي د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۱۵ (لیندۍ۲۴) له اسوشیتډپرس سره په ځانکړې مرکې کې ویلي‌ دي چې موافقه داسې شوې وه چې افغان حکومت به یوه باصلاحیته ۱۵ کسیزه ډله دوحې ته لیږي چې له طالبانو سره په همه شمول حکومت خبرې وکړې او طالبان به د واک تر انتقال پورې د کابل ښار ته نه داخلیږي.

سره له دې چې د طالبانو جنګیالي د کابل ښار څنډو ته رسېدلي وو خو کرزی وایي چې «غرمه طالبانو زنګ راووهه او وویل چې حکومت به په خپل حال وي او هغوی به ښار ته نه داخلیږي. ما او نورو له بېلا بېلو چارواکو سره خبرې وکړې او‌ اطمینان راکړل شو چې حکومتي او امریکایي ځواکونه به په ارګ کې کلک ولاړ وي چې کابل سقوط‌ نشي».

ښاغلی کرزی وايي، خو کله چې ولسشمر غني له کابل څخه ووت هغه د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو ته زنګونه ووهل او د پولیسو په قوماندان پسې ګرځېده، خو «ټول تللي‌ وو. په مرکز کې چارواکي‌ نه وو،‌ د پولیسو مشر نه و، د قول اردو قوماندان نه و، نور قطعې هم نه وي،‌ ټول تللي‌ وو».

هغه وویل چې دوی باید په سبا قطر ته تللي وای چې د طالبانو مشران ورته منتظر وو. نوموړي وویل که ولسمشر غني‌ په کابل کې وای، د واک سوله ایز انتقال به شوی وای او «دقیقآ موږ د همدغه کار لپاره امادګي نیوله...».

خو ولسمشر غني د اګست په ۱۵ نېټه له کابل څخه ازبکستان او بیا متحدو عربو اماراتو ته ولاړ.

ښاغلي کرزي وویل چې په روانو جګړو کې ټولو غاړو زیانونه لیدلي دي او دا هغه وخت خلاصېدای شي «چې افغانان په خپلو کې سره راټول او لاره پیدا کړي».

طالبانو کابل ته له ننوتلو وروسته د نجونو لېسې تړلې دي،‌ خو ښاغلي کرزي ټېګار وکړ چې د افغانستان آینده کې باید هلکانو، نجونو او ښځو ته د تعلیم نړیوال حقونه ورکړل شي او هغوی باید په سیاست، ادارې،‌اقتصاد، ټولنیزو او نورو برخو کې خپل ځای ولري.

له اسوشیتډپرس سره د مرکې په پای کې له ښاغلي کرزي پوښتل شوي ‌چې طالبان تعریف کړي، هغه ویلي دي: «زه یې افغانان تعریفوم، داسې افغانان چې د نورو ټولو افغانانو په څېر په تېرو ۴۰ کلونو کې یې په ژوند کې ډېرې سختۍ ګاللي دي». نوموړي زیاته کړه: «اوس زموږ د ټولو لپاره فرصت دی چې خپلو تېرو تېروتنو ته وګورو او سمې یې کړو.»

څو ورځې مخکې د افغانستان د بیا پخلاینې لپاره د امریکا مخکني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد امریکا غږ سره په ځانګړي مرکې کې هم دا ډول څرګندونې کړې وې.

نوموړي له کابل څخه د ښاغلي‌ غني‌ د وتلو په اړه وویل چې طالبانو او امریکا توافق کړی و چې طالب وسله وال به کابل ته نه ننوځي او افغان حکومت به یو باصلاحیته پلاوی استوي چې د همه شمول حکومت په جوړولو خبرې وکړې، خو وروسته معلومه شوه چې ښاغلی غني وتللی دی.

ولسمشر غني په خپلې دورې کې په وار وار دا خبره کړې وه چې خپله دوره به پوره کوي او له طالبانو یې هم غوښتي وو چې د ټاکنو له لارې دې واک ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG