د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا افغانستان او نړۍ ته د کرونا ۸۰ میلیون ډوزه واکسین ورکوي 


امریکا پلان لري چې نړۍ ته د کرونا ضد میلیونونه ډوزه واکسین ورکړي
امریکا پلان لري چې نړۍ ته د کرونا ضد میلیونونه ډوزه واکسین ورکړي

د امریکا د متحدو ایالاتو حکومت اعلان کړی چې د روانې جون میاشتې تر پای پورې به نړۍ ته ۸۰ میلیون نور د کرونا ضد اضافي واکسین ورکوي.

د امریکايي چارواکو په وینا په هغو هېوادونو کې چې دا واکسین به ورکول کیږي افغانستان هم شامل دی.

امریکايي چارواکي وايي د یو ځانګړي پلان له مخې به د دغو ۸۰ میلیون ډوزه څخه ۲۵ میلیون ډوزه هغو سیمو ته ورکړل شي چې واکسین ته ډېر ضرورت لري.

له دغې ډلې څخه به یې شاوخوا اووه میلیون ډوزه اسیا ته ورکول کیږي چې افغانستان،‌ پاکستان،‌ بنګله دېش، هند، سريلانکا، اندونیزیا، لاوس، مالیزیا، مالدیف، نیپا، پاپوانیوګیني، د پاسفیک ټاپوګان، فلپین، تایوان، تایلنډ او ویتنام په کې شامل دي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس له کبله په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۳۷ تنه مړه شوي چې ورسره له دې پلوه د ټولو مړو شمېرو څه باندې ۳۱۰۰ ته ورسېده.

همدغه راز د امریکا د دغو اتیا میلیون ډوزه واکسین څخه به ۱۹ میلیون ډوزه د کم او منځني عاید لرونکو هېوادونو ته ورکول کیږي. د ملګرو ملتونو یو ځانګړی میکانیزم دی چې دا ډول هېوادونو او سیمو ته واکسین ورسول شي.

په دغو هېوادونو کې ارجنټاین، بولیویا، برازیل، کولمبیا،‌اکوادور، پاراګوای، پیرو، کوستا ریکا، السلوادور، ګواتیمالا، هاندوراس، هیټي، ډومینک جمهوریت او پاناما شامل دي.

د دې تر څنګ شپږ میلیون واکسین به په کاناډا، هیټي، کوسوو، مکسیکو، د کوریا جمهوریت، اوکراین، د غزې لویدیځه غاړه، مصر، جورجیا، عراق او یمن کې او د ملګرو ملتونو روغتیايي کارکوونکو ته ورکول کیږي‌ او لومړیتوب شمېرل کیږي.

پنځه میلیون ډوزه واکسین به د افریقايي ټولنې له لارې افریقا ته ورکول کیږي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان خبریالانو ته وویل چې د جوبایډن حکومت به د کروناضد واکسین مرسته روانه ساتي.‌

هغه وویل: «دا یو ښه کار دی چې کیږي. هاغسې چې ولسمشر (جوبایډن) ویلي، امریکا به خپل واکسین د نورو هېوادونو د لطف د جلبولو کولو لپاره نه استعمالوي.»

دا ۸۰ میلیون ډوزه واکسین چې د امریکا متحده ایالات یې نړۍ ته ورکوي، له نړۍ سره د امریکا د ژمنو شویو کرونا ضد د تولید شوي واکسین ۱۳ سلنه جوړوي.

د امریکايي رسنیو د راپورونو په اساس تر دې دمه د امریکا په متحدو ایالتونو کې نژدې ۳۰۰ میلیون خلکو ته د کرونا ضد واکسین شوی. په دغې ډلې کې یې شاوخوا ۱۳۷ میلیون پوره واکسین شوي او دا پاتې نور یې یوه دوره کړې او بلې ته منتظر دي.

د کرونا ویروس د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د ووهان په ایالت کې پیدا او ډېر ژر نورې نړۍ ته خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکینز پوهنتون وايي‌ چې تر دې دمه په ټولې نړۍ کې ۱۷۱ میلیونه کسان په دغه ویروس اخته شوي او شاوخوا ۳.۵ میلیون مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG