د لاس رسي وړ اتصالات

د کرونا په تازه محدودیتونو کې امریکا خپلو اتباعو ته له افغانستان څخه د وتلو سپارښتنه کړې


په افغانستان کې د کروناویروس د مثبتو پېښو له زیاوالي سره هم‌مهاله په کابل کې د امریکا سفارت له ټولو امریکايي اتباعو څخه غوښتي چې ژر تر ژره له افغانستان څخه د وتلو لپاره تیاری ونیسي.

دغه سفارت د پنجشنبې په ورځ د جون درېیمه (غبرګولي ۱۳) په یو بیان کې ویلي چې په افغانستان کې د کروناویروس د نوې بڼې مثبتې پېښې او د مړینې کچه په بې‌ساري ډول لوړه شوې ده.

کابل کې د امریکا سفارت د معلوماتو په اساس د افغانستان روغتونونه د منابعو، اکسیجن او د ناروغانو د بستر له کموالي سره مخ دي چې ورسره امریکايي اتباع هم له روغتیايي خدماتو بې‌برخې شوي دي.

په بیان کې راغلي: "د متحده ایالاتو د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز (CDC) او د بهرنیو چارو وزارت هم د کویډ۱۹، جرمونو، تروریزم، کورنۍ ناامني، انسان تښتونې او وسله‌والې نښتې له امله کابل ته د تللو په تړاو د سفر د څلورمې کچې مشوره صادره کړې او خپلو اتباعو ته یې سپارښتنه کړې ده".

په کابل کې د امریکا سفارت په کلکه امریکايي اتباعو ته وړاندیز کړی چې په بېړه له افغانستان څخه د وتلو لپاره خپل پروګرام تنظم کړي.

دغه سفارت ویلي چې امنیتي شرایطو او د کارکوونکو کموالي ته په پاملرنې په افغانستان کې امریکايي اتباعو ته د مرستې رسولو لپاره د سفارت وړتیاوې ډېرې محدودې دي.

همداشان په کابل کې د امریکا سفارت له افغانستان څخه د ستنېدو په اړه، په پروازونو باندې د محدودیتونو او لغوه کېدو په اړه له هوايي شرکتونو سره د سلامشورو، د روغتیايي وضعیت په تړاو د روغتیا له وزارت سره د سلامشورو او د روغتیايي سپارښتنو د رعایتولو په اړه هم په افغانستان کې میشتو امریکايي اتباعو ته سپارښتنې کړې دي.

امریکايي اتباعو ته له افغانستان څخه د وتلو سپارښتنه په داسې حال کې کېږي چې له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې په افغانستان کې د کرونا په ویروس د اخته کېدو په پېښو او له دغه ویروس څخه د مړو شویو کسانو په شمېر کې پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

XS
SM
MD
LG