د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ اوهایو او تکزاس ته د غمشریکۍ لپاره ځي


ښاغلي ټرمپ د اوهایو او تکزاس بریدونه غندلي
ښاغلي ټرمپ د اوهایو او تکزاس بریدونه غندلي

ټاکل شوې چې ولسمشر دونالډ ټرمپ د اوهایو او تکزاس په ایالتونو کې په وسله والو بریدونو کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره د خواخوږۍ لپاره دغو ایالتونو ته ولاړ شي.

وسله والو کسانو د یکشنبې په ورځ (اګست۴) په دغو ایالتونو کې د دوو بیلابیلو بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۱ تنه ووژل او ۴۲ نور یې ژوبل کړل.

ښاغلی ټرمپ داسې مهال دغو ایالتونو ته سفر کوي چې د هغه ډېر منتقدین پرې تور لګوي چې سیاسي ادبیات یې ځینې خلک داسې بریدونو ته هڅوي.

په کانګرس کې دتګزاس د ال پاسو استازي”ورونیکا اسکوبار“ ویلي دي چې له ښاغلي ټرمپ سره په دغه سفر کې نه ځي.

د تګزاس پولیس وايي د الپاسو بریدګر تر برید یو ساعت مخکې پرانټرنټ پیغام خپور کړی و او لیکلي یې وو چې دا برید د هسپانوي-امریکایانو له لوري د تګزاس ایالت د "اشغال" په ځواب کې کوي.

ولسمشر ټرمپ تل د کډوالو پر ضد په تندو او پاروونکو څرګندونو تورن شوی دی. خو هغه دا خبره ردوي چې ګنې څرګندونې یې په امریکا کې نژادي تاوتریخوالي ته لار پرانیزي.

هغه د تګزاس او اوهایو بریدونه وغندل او عاملانو ته یې سخته سزا وغوښته.

هغه له دغو بریدونو وروسته د امریکا د عدلیې وزارت څخه وغوښتل چې داسې قانون جوړ کړي چې په دا ډول بریدونو کې تورن کسان له کوم ځنډ پرته اعدام شي.

هغه دغه راز ویلي وو چې په دغو دوو بریدونو کې د وژل شویو کسانو په ویر دې په ټولې امریکا کې د دغه هېواد ملي بیرغ نیم ځوړند وي.

XS
SM
MD
LG