د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا وايي د چین د جاسوسۍ بالون یې ویشتلی او نسکور کړی


پنټاګان د متحده ایالاتو هوایي حریم ته د دې بالون راتګ د "امریکا د خودمختارۍ نه منل کیدونکې سرغړاونه" بللې.
پنټاګان د متحده ایالاتو هوایي حریم ته د دې بالون راتګ د "امریکا د خودمختارۍ نه منل کیدونکې سرغړاونه" بللې.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت وایي د امریکا یوې جنګي جیټ الوتکې شنبه فبروري څلورمه (سلواغې۱۵) د جنوبي کارولینا ایالت په ساحل کې د چین یو جاسوسي بالون ویشتلی او نسکور کړی دی.

پنټګان د متحده ایالاتو هوایي حریم ته د دې بالون راتګ د "امریکا د خودمختارۍ نه منل کیدونکې سرغړاونه" بللې. د دفاع وزارت ویلي چې دې بالون د شمالي امریکا په هوایي حریم کې څو ورځې تیرې کړي چې د بیجنګ او واشنګټن تر منځ د جنجال پیدا کیدو سبب شوه.

پنټتګان ویلي چې F-22 جنګي جیټ الوتکې دا بالون وویشت او په اوبو کې ۱۴ متره لاندې ډوب شو. د دفاع وزیر لویډ استن دا عملیات "سنجول شوي او قانوني کړنه" وبلل.

په عین حال کې د دفاع وزارت یو جګپوړي چارواکي خبریالانو ته وویل چې پوځ د واشنګټن پر محلي وخت د شنبې په ماسپښین د لومړي ځل لپاره د دې چینایي بالون پر ضد پداسې توګه عمل وکړ چې د امریکا ولس ته پکې هیڅ ډول خطر پیښ نشي.

دې چارواکي وویل چې عملیات پداسې بڼې شوي چې امرکایي چارواکو ته اجازه ورکوي د نسکور شوي بالون ټوټې د امریکا د اوبو څخه راټولې کړي.

یو شمیر عینی شاهدانو په ټولنیزو شبکو کې داسې ویډیوګانې خپرې کړي چې پکې ښودل کیږي دا بالون تر ویشتل کیدو وروسته پداسې حال کې په عمودي توګه سمندر ته لویږي چې سپین لوګي ترې پورته کیږي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن هم چې ژمنه کړې وه د دې بالون پر ضد به عمل کوي او د دغې جنګي جیټ الوتکې پیلوټې ته چې دا بالون یې ویشتلی مبارکي ورکړې ده.

ښاغلي بایډن پدې هکله خبریالانو ته وویل، " هغوي بالون په بریالۍ توګه نسکور کړ او زه د خپلو هغو پیلوټانو ستاینه کوم چې دا کار یې کړی."

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویلي چې دا بالون د لومړي ځل لپاره د روان ۲۰۲۳ کال د جنوري د میاشتې په ۲۸ د امریکا هوایي قلمرو ته د الاسکا په ایالت کې داخل شو، وروسته کاناډا ته ولاړه او بیرته څو ورځې وروسته د متحده ایالاتو هوایي قلمرو ته راغی.

ښاغلي بایډن د چهارشنبې په ورځ هم ویلي وو چې امر یې کړی و هر څومره ژر چې امکان ولري، دا بالون دې وویشتل شي.

د پنټاګان چارواکو دا هم ویلي چې د پوځ د معلوماتو له مخې دا بالون متحده ایالاتو ته کوم ستر خطر نه و او پرته لدې چې نور جزیات ورکړي دومره یې ویلي چې دا بالون امریکا ته جاسوسي ارزښت لري.

پوځي چارواکو ویلي چې د سمندر څخه د بالون د ټوټو راټولو لپاره عملې خپل کار پیل کړی.

ویل کیږي چې دا بالون د امریکا د مونټانا ایالت څخه هم تیر شوی چې د امریکا ستراتیژیکې اتومي وسلې پکې د ځمکې لاندې خوندي دي او حساسې هوایي اډې هم پکې موقعیت لري.

د دفاع وزارت یو جګپوړي چارواکي پدې هکله ویلي، "مونږ ډاډه یو چې دې بالون غوښتل حساسې نظامي سیمې وڅاري". په عین حال کې د چین د بهرنیو چارو وزارت د متحده ایالاتو سیاستوال او مطبوعات تورن کړي چې د بیجنګ د بې اعتباره کولو لپاره د وضعیت څخه ګټه اخلي.

وزارت ویلي چې چین "تل په جدي توګه په نړیوالو قوانینو عمل کړی او د نورو هیوادونو د خومختارۍ او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی یې کړی."

چین تائید کړه چې د متحده ایالاتو په هوایي حریم کې بالون د هغوی و او هغه یې ملکي هوایي بیړۍ بللې. چین وايي ي چې دا الوتکه د خپل ټاکلي مسیر څخه بلې خوا تللې وه.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه خبر پاڼه کې وویل چې امریکا ته د دې بېړۍ ننوتل غیر قصدي وو او له امريکا یې غوښتنه کړې چې دغه مسله په "ارامه او مسلکي توګه" حل کړي.

XS
SM
MD
LG